د پاکستان د لوړو زدهکړو کمیسیون د افغان زدهکوونکو لپاره د “علامه محمد اقبال بورسونو” د پروګرام درېیم پړاؤ رسماً اعلان کړ. د دغه پروګرام له مخې به ۴۵۰۰ افغان محصلین د بېلابېلو برخو لکه طب، انجینرۍ، کرنې، کمپیوټر ساینس، ټولنیزو او اداري علومو په برخو کې د بشپړ مالي ملاتړ لاندې خپلې لوړې زدهکړې ترسره کړي.
د پاکستان د چارواکو په وینا، د پروژې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تعلیمي همکاریو پراختیا او د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا ده. دغه بورسونه د زدهکوونکو د ژوند لګښت، د کتابونو لګښت، د لیلیې فیس، د پوهنتون فیس او یو ځل د سفر لګښت پوښي.
د غوښتنلیک شرایط
- لیسانس (Bachelor): لږ تر لږه ۱۲ کاله زدهکړې بشپړې کړي وي، عمر تر ۲۳ کلونو کم وي، عمومي مضامینو کې لږ تر لږه ۶۰ سلنه او د طب او انجینرۍ لپاره ۶۵ سلنه نمرې ترلاسه کړې وي.
- ماسټري (Master): عمر باید تر ۳۵ کلونو کم وي، لږ تر لږه ۱۶ کاله زدهکړې بشپړې کړي وي او له ۴ څخه لږ تر لږه ۲.۵ CGPA لرل ضروري دي.
- دوکتورا (Ph.D.): د غیراستادانو لپاره عمر تر ۳۵ او د استادانو لپاره تر ۴۰ کلونو پورې ټاکل شوی دی. لږ تر لږه ۱۸ کاله زدهکړې او د ماسټرۍ په پای کې ۳.۰ CGPA ته اړتیا ده.
د لوړو زدهکړو کمیسیون ټینګار کړی چې بورسونه به یوازې د وړتیا پر بنسټ ورکول کېږي. هغه محصلین چې له وړاندې یې د پاکستان یا کوم بل حکومتي بورس څخه ګټه اخیستې وي، د دغه پروګرام لپاره وړ نه دي. همدارنګه، ترلاسه کوونکي به د پاکستان له حکومت سره قانوني تړون لاسلیک کړي چې له زدهکړو وروسته افغانستان ته ستنېږي.
غوښتونکي کولای شي د لوړو زدهکړو کمیسیون د ځانګړې وېبپاڼې له لارې آنلاین غوښتنلیک وړاندې کړي.
د غوښتنلیک د سپارلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ د سپتمبر ۳۰مه ده.
