ځايي سرچینو آمو ته ویلي، چې یو شمېر مېرمنې چې د کونړ او ننګرهار د تېرې شپې په زلزله کې ټپیانې شوې دي، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د سرچینو په وینا، د زلزلهځپلو سیمو اوسېدونکو له طالبانو غوښتنه کړې، چې ښځینه ډاکټرانو ته دې اجازه ورکړل شي څو په اغېزمنو سیمو کې کار وکړي او ټپیانو ته درملنه ورکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې زلزلې د مړو شمېر له ۶۰۰ تنو څخه ډېر اعلان کړی دی.
خو ګارډین د طالبانو، ذبیح الله مجاهد په حواله راپور ورکړی چې د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر له ۸۰۰ تنو پورته شوی، چې ډېری یې د لرې پرتو سیمو لکه کونړ ولایت اوسېدونکي دي.
مجاهد کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې یوازې په کونړ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ کسان مړه شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په ننګرهار کې د ۱۲ وژل شویو او ۲۵۵ ټپیانو شمېر تر اوسه بدلون نه دی کړی.
