کډوالي

ایرانی چارواکی: ۱.۸ میلیونه بې‌سنده افغان کډوال د پزشکیان حکومت په دوره کې ایستل شوي دي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وزیر سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز رییس، نادریار احمدي وايي، چې د تېر یوه کال په ترڅ کې او د ایران د څوارلسم حکومت د فعالیت له پیله (د زمري ۶مې پورې) ټول ټال یو میلیون او ۸۳۳ زره او ۶۳۶ بې‌سنده افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې، نادر یاراحمدي د دې مرکز د فعالیتونو په اړه وویل چې دغه مرکز په لومړیو ګامونو کې د کډوالو وېش د قانوني او غیرقانوني په دوو ډلو ترسره کړ، څو قانوني کډوالو ته د خدمتونو د وړاندې کولو او بې‌سنده کډوالو ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د نوموړي په وینا، له ټولټال ۱.۸ میلیونه بې‌سنده مېشتو اتباعو څخه چې ایستل شوي، یوازې د روان کال په ترڅ کې یو میلیون او ۲۰۰ زره تنه له هېواده وتلي دي.

هغه وویل: «دغه کسان د ایران د پراخو او اغېزناکو مرستو له امله کولای شي له عامه اسانتیاوو ګټه واخلي او که اړتیا پېښه شي بېرته د ایران سفر وکړي، خو دا ځل د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته په رسمي او قانوني ډول.»

یاراحمدي زیاته کړه: «د دې مرکز تر ټولو مهم اقدام د ناقانونه اتباعو د ایستلو په برخه کې د کورنۍ بنسټ ته پام کول دي، او همدې ته په کتو تر ۷۰ سلنه ډېر ناقانونه اتباع د خپلو کورنیو سره یوځای خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.»

د نوموړي په وینا، لږ تر لږه ۸۰۰ زره نور کسان باید د بې‌سنده افغان کډوالو په توګه له هېواده وایستل شي

موږ د اړوندو ادارو او د اسلامي شورا د مجلس په همکارۍ، د دولت طرحه د مجلس له طرحې سره یو ځای کړې او په ګډه کمېسیون کې چې د مجلس د بېلابېلو کمېسیونونو له استازو جوړ شوی، د بهرنیو اتباعو په اړه د یوې هراړخیزې قانون جوړونې هڅه روانه ده. دغه قانون چې «د ملي کډوالۍ قانون» په نوم یادیږي، ټاکل شوې د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د خدمتونو اړتیاوې په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې راولي.