ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، د افغانستان له هرو لسو وګړو څخه نهه تنه د نجونو د زدهکړو ملاتړ کوي.
د «ملګرو ملتونو د ښځو اداره» (UN Women) په تازه راپور کې راغلي چې د ټول هېواد په کچه د مخامخ سروې پر مهال له دوو زرو څخه ډېرو افغانانو څخه پوښتنې شوې چې په کې له ۹۰ سلنې زیات د نجونو د زدهکړو په حق کې رایه ورکړې.»
سوفیا کالټورپ، د دې ادارې د بشري مرستو مشرې، په جنیوا کې یوې خبري ناستې ته وویل:
پیغام روښانه دی: «افغانان د خپلو لوڼو د زدهکړې حق غواړي، که څه هم پر زدهکړو یې بندیز لګېدلی.»
افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد بلل کېږي چېرته چې له څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ له لومړنیو زده کړو وروسته د علم دروازې تړل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د استازې، سوزان فرګوسن په وینا، نجونې په دوامداره توګه ټینګار کوي چې تر ټولو ستره هیله یې زدهکړه ده:
«هغوی موږ ته وایي چې بېصبره دي، یوازې ښوونځي ته د ستنېدو فرصت غواړي.»
راپور زیاتوي چې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ښځو د حقونو کړکېچ نور هم ژور شوی دی. د بېلګې په توګه، دښځو پر غیر دولتي ادارو کې د کار بندیز، چې نږدې درې کاله وړاندې اعلان شو، د میلیونونو ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د یوې بله سروې له مخې، د افغانستان ۹۷ سلنه ښځې وایي چې دغو بندیزونه یې پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې په داسې هېواد کې چې نیم ولس یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، زدهکړه د ناهیلۍ او هیلې ترمنځ یوازینی بنسټیز توپیر جوړوي.
