نړۍ

د روسیې توغندیزو بریدونه په اوکراین کې ۲۳ کسان ووژل؛ د برېټانیا او اروپايي اتحادیې دفترونه زیانمن شوي

د اوکراین پلازمېنه کییف د روسیې د سختو توغندیز او ډرون بریدونو شاهد و، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۳ کسان ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان دي. چارواکي وايي، دا د ۲۰۲۲ کال د روسیې د بشپړ یرغل راهیسې دوهم تر ټولو لوی برید دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د برید پړه پر مسکو واچوله او ویې ویل: “روسیه د خبرو مېز پر ځای بالستیک توغندي غوره کړي دي.” نوموړي له لویدیځ غوښتنه وکړه چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.

بریدونو د اروپايي ټولنې دفترونه، د برېټانیا د کلتوري شورا ودانۍ، د ترکیې یو شرکت او د اذربایجان سفارت هم زیانمن کړل. اروپايي ټولنه او بریتانیا د روسیې استازي ور وغوښتل او په دې اقدام یې سخت غبرګون وښود.

د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فن دیرلاین وویل: “دا یو بله ویرونکې نښه ده چې کرملین د بشري قربانیو پروا نه لري. زموږ ځواب به نوي بندیزونه وي.”

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویاندې وویل، ولسمشر له دې خبر ناخوښ دی؛ خو حیران نه دی، ځکه دواړه هېوادونه لا د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دي.

په برید کې د ښار په ډېری سیمو کې ودانۍ ویجاړې شوي او د برېښنا برخې هم له ستونزو سره مخ شوي. ښاروال ویټالي کلیچکو دا برید د وروستیو میاشتو تر ټولو لوی برید وباله.