لاهور – د پنجاب په بېلابېلو سیمو کې د ستلج، راوي او چناب سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو له امله راغلو سېلابونو د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی. چارواکي وایي تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۶ لکه ډېر کسان زیانمن شوي دي.
د سرکاري راپورونو له مخې، تر اوسه ۱۵ کسان د سېلابونو له امله وژل شوي دي چې پکې یوازې په سیالکوټ کې پنځه تنه شامل دي. په نورو سیمو لکه ګوجرات، نارووال، حافظآباد او ګوجرانواله کې هم د تلفاتو پېښې ثبت شوې دي.
د چارواکو په وینا، د اوبو د کچې لوړوالي له کبله سلګونه کلي او کرنیزې سیمې تر اوبو لاندې شوي، په زرګونو کورنۍ بېځایه شوې او شاوخوا ۱.۵ لکه کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
پاکستاني پوځ، پولیس، ریسکیو او نورې ادارې د مرستندویه عملیاتو په ترڅ کې په سیالکوټ، نارووال، کسر، اوکاړه، بهاولپور او نورو اغېزمنو سیمو کې د خلکو د ژغورنې هڅې کوي.
د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې (PDMA) د قادریآباد بند د ماتېدو له احتمالي خطره خبرداری ورکړی چې په صورت کې یې د حافظآباد او چنیوټ سیمې له سختو زیانونو سره مخ کېدای شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان مونسون بارانونو له امله د پاکستان د مرګ ژوبلې کچه د تېر کال په پرتله نږدې درې برابره لوړه شوې ده.
