د خان یونس پر ناصر روغتون د اسرائیلو په برید کې ۱۹ کسان ووژل شول، چې څلور خبریالان هم پکې شامل وو او ګڼ نور ټپیان شول.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دې ویلي.
په غزه کې ځایي سرچینو الجزیرې ته ویلي چې پر ناصر روغتون د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۹ کسان ووژل شول، چې څلور خبریالان او یو طبي کارکوونکی هم پکې شامل وو.
الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلو د پوځ لخوا ویشتل شوې چاودیدونکي ډرون لومړی د روغتون چت په نښه کړ، چې یو خبریال یې وواژه.
څو شیبې وروسته، کله چې خبریالان، طبي کارکوونکي او ښاریان د مرستې لپاره د پیښې ځای ته ورغلل، اسراییلي جنګي الوتکو دوهم برید ترسره کړ.
د رویټرز انځورګر حسام مصري، د الجزیرې انځورګر محمد سلامه او یوه آزاده خبریاله مریم ابو دقه چې له اسوشیټیډ پریس او اینډیپنډنټ عربي سره یې کار کاوه، او د «انبیسی» خبریال معاذ ابو طاها په دې برید کې د وژل شویو خبریالانو په ډله کې وو.
رویټرز تایید کړې چې د رویټرز یو بل انځورګر حاتم خالد په دې برید کې ټپي شوی دی. اسراییلو په دې اړه څه نه دې ویلي.
په همدې حال کې، فلسطیني چارواکي وايي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې څه کم ۲۴۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
له دې سره، د اسراییلو پوځ د غزې ښار په زیتون او صبره سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي دي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې هڅه کوي چې اوسیدونکي د سویل لوري ته د وتلو لپاره اړ کړي.
د روغتیايي سرچینو په وینا، یوازې نن د غزې په بېلابېلو برخو کې ۱۹ نور کسان وژل شوي دي.