د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو د ترهګرو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې د طالبانو بېرته واک ته رسېدلو او د هغوی ناکامه ادارې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره اسان چاپېریال رامنځته کړی او دا د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ دی.

په دې بیان کې چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا انند، د نړیوالې پراختیا وزیر رندیپ سرای، او د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت وزیرې لنا متلګه دیاب له خوا خپور شوی، راغلي چې څلور کاله وروسته له دې چې د جمهوریت حکومت سقوط وکړ او طالبان بېرته واک ته ورسېدل، افغانستان لا هم له ژور بحران سره مخ دی او د مدني ټولنې فضا له منځه تللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې طالبانو تر اوسه د داسې حکومت د جوړولو هېڅ نښه نه ده ښودلې چې د خلکو استازولي وکړي، او د ټول‌ګډ حکومتدارۍ او د بشري حقونو د مراعات نشتوالی د ترهګرۍ او ناامنۍ د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

د بیان له مخې، د ترهګرو ډلو فعالیت په افغانستان کې نه یوازې د افغانانو د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو، د سیمې ثبات، او آن د نړیوال امنیت لپاره هم خطر ګڼل کېږي.

کاناډا په دغه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د سیسټماټیک سرغړونو او د ترهګرو فعالیتونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي، او پر طالبانو فشار راوړي څو د خپلو کړنو په اړه ځواب‌ورک وي.

د کاناډا حکومت ټینګار کړی چې تر هغو چې د بشري حقونو، ټول‌ګډ حکومتدارۍ، او د بنسټیزو ازادیو د ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونه شي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول امکان نه لري.

همدارنګه ویل شوي چې کاناډا په تېرو څلورو کلونو کې تل د افغانانو ملاتړ کړی دی؛ د کابل له سقوط راهیسې تر ۵۹ زرو زیات افغانان کاناډا ته تللي او له ۴۳۰ میلیونو ډالرو زیات د بشردوستانه او پراختیايي اړتیاوو لکه زده‌کړو، روغتیايي خدماتو، تغذیې، اوبو او فاضلاب، او د خوندیتوب ملاتړ ته ځانګړي شوي دي.

د کاناډا حکومت ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د یوه سوله‌ییز، ټول‌ګډ او خوندي راتلونکي د جوړولو لپاره ولاړ دی او د افغانانو د مانا لرونکي ګډون غوښتنه کوي څو د خپل هېواد سیاسي راتلونکی خپله جوړ کړي.