د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه

سرچینې: لوګر کې د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې د مراسمو ګډون کوونکي تنکي عمر ماشومان وو

له لوګر ولایت څخه ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې طالبانو د زمري ۲۴مه په داسې حال کې لمانځلي، چې ګډون کوونکي یې د ښوونځیو او مدرسو کم عمره ماشومان وو.

سرچبنو جمعه د زمري په ۲۴مه وویل، چې یاد مراسم نن لوګر کې د طالبانو د ولایت مقام لخوا نیول شوي وو. سرچینې زیاتوي، چې یادو مراسمو ته د ښوونځیو زده کوونکي او خلک په جبري توګه دعوت شوي و.

د سرچینو په وینا، په یادو مراسمو کې د قومي مشرانو او ځوانانو شتون کم وو، خو د ښوونځیو، مدرسو او کلیوالو ماشومانو شتون زیات و.

سرچینې همدا راز زیاتوي، چې یادو مراسمو کې د طالبانو د وزیرانو مرستیالانو، د یاد ولایت رئیسانو او د لوګر والي کډون کړی و.

سرچینې وايي، چې یادو مراسمو ته چې ګډونوال یې اکثریت ماشومان وو، په وینا کې د طالبانو حکومت د څلور کلنې دورې یوازې لاسته راوړنې بیان کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو سږني مراسم د نورو کالونو برعکس په بګرام اډه کې پراته له نظامي نمایشاتو ولمانځل.