د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د بیا واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې، په یوه اعلامیه ویلي چې په تېر یو کال کې یې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ ۱۹۰ سرغړونې ثبت کړي دي. د دغه مرکز په وینا، د دغو پیښو شمېرې د مخکني کال په پرتله زیات شوي دي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې طالبان د رسنیو د ازادیو د ځپلو بهیر ته په شدید ډول دوام ورکړی دی.
د اعلامیې له مخې، په تیر کال کې ۱۴۵ د رسنیو د ماهیت یا د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ګواښ او ځورونې پیښې، او ۴۵ نیونې د طالبانو له خوا شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د سرغړونو مهمې پیښې عبارت دي له: د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو د بندیز د تطبیق له امله ګواښونه، د ۳۲ ټلویزیونونو فعالیت بندول چې پکې د ۲۰ ولایتونو د ملي ټلویزیون ځايي څانګې او ۱۲ خصوصي ټلویزیونونه شامل دي.
دغه مرکز زیاتوي چې که څه هم ځینو ټلویزیونونو په وروستیو میاشتو کې محدودې راپورونه وړاندې کړي، خو خپل ماهیت بدل کړی او راډیو ته یې اړولي دي.
سربیره پر دې، د دې مرکز په وینا، په تیرو یو کال کې پنځه راډیوګانې، دوه ټلویزیونونه، دوه رسنیزې ملاتړي بنسټونه او یو اژانس د «طالبانو پر ضد د تبلیغاتو، فساد، او د بهرنیو یا نورو هېوادونو سره د همکارۍ» په تورونو بند شوي دي. له دې شمېر څخه یوازې دوه راډیوګانې او یو ټلویزیون وروسته له هغې چې د طالبانو د رسنیزې پالیسۍ د رعایت ژمنه وکړه، د بیا پرانیستلو اجازه ورکړل شوې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پر اساس د زمري په ۱۴۰۳ کال کې د کندهار څخه پیل شو او تر اوسه په رسمي ډول په ۱۹ نورو ولایتونو کې هم اعلان شوی، چې پکې تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، فاریاب، دایکندی، پنجشیر، لغمان او سرپل شامل دي.
له ګواښونو پرته، د افغانستان د خبریالانو مرکز لږ تر لږه ۴۵ د ژورنالیستانو او رسنیزو کارکوونکو نیونې هم په تیرو یو کال کې ثبت کړې دي. دغه خبریالان د «طالبانو پر ضد د تبلیغاتو» په تور د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ یا د واکمنو چارواکو د لارښوونو د سرغړونې له امله نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې، لس تنه نیول شوي خبریالان لا هم په زندان کې دي، چې له دې جملې څخه اووه تنه د طالبانو د محکمو له خوا د شپږو میاشتو تر دوه نیمو کلونو زندان محکوم شوي او اوس د خپلې سزا موده تېروي.
د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز وايي، په دریم کال کې د طالبانو واکمنۍ په ترڅ کې ۱۸۱ د رسنیو د ازادۍ سرغړونې ثبت شوي، چې پکې ۱۳۳ ګواښونه او ۴۸ نیونې شاملې دي؛ په دویم کال کې ۱۷۹ پیښې ثبت شوي، چې پکې د یوه راپورګر وژل، ۲۰ ټپیان، ۹۴ ګواښونه، ۵۹ نیونې او پنځه فزیکي تاوتریخوالی شامل دي؛ او په لومړي کال کې ۱۸۷ پیښې ثبت شوي، چې پکې دوه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، درې ټپیان، ۱۱۷ نیونې، ۴۵ ګواښونه او ۲۰ فزیکي تاوتریخوالی شامل دي.
