په جلاوطنۍ کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې یا «نی» د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې «د بیان د آزادۍ» په ګډون هیڅ ډول آزادي شتون نه لري او کورنۍ رسنۍ د «تروریزم او ډار اچونې» په لوډسپیکرو بدلې شوې دي.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کورنیو رسنیو کارکوونکي او خبریالان په «نهایت مجبوریت» کې د طالبانو د ډار اچونې د فعالیتونو توجیه کونکي شوي، «جعلي خبرونه» د رسنیو د سرویسونو په لومړیتوب کې ځای لري او هغه څه چې د خلکو رښتیني دردونه او د وضعیت منعکس کونکي دي، په دغو رسنیو کې ځای نه لري.
نی ادعا کوي چې د طالبانو تر واک لاندې کورنۍ رسنۍ په ننګرهار، کنړ، پنجشېر، اندراب، بلخ او کاپیسا کې د خلکو د ځپلو خبرونه نه شي خپرولای خو برعکس، د طالبانو د غایب مشر او چارواکو لیدنې په خورا «آب او تاب» خپروي.
په اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې د یو شمېر رسنیو مسوولان په اجباري ډول د بېساري آزادۍ خبرې کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر نوم له «امیرالمومنین» او «حفظه الله» پرته نه شي اخیستلی.
اعلامیه کې وړاندې زیاته شوي : «ایا په رسنیو کې له کوم طالب چارواکي څخه د عاليقدر، خلیفه، عالیجناب، مولوي او ملا په څېر د مختاړو (القابو) له ذکر کولو پرته نوم اخیستل کېږي؟»
د «نی» په باور، طالبان له ټیټ پوړي نیولې تر لوړ پوړي پورې، هر یو یې کولی شي له رسنیو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او یا د رسنیو کارکوونکي تر پوښتنو او جزا لاندې راولي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ چې پنځه کاله وړاندې او تر هغه وړاندې کلونو کې په افغانستان کې په خورا درناوي نمانځل کېده، اوس د طالبانو په قاموس کې هیڅ مانا او حرمت نه لري.
نی په جلاوطنۍ کې د هغو خبریالانو درناوی کړی چې په داسې شرایطو کې په افغانستان کې یوازې د «رسنۍ په نوم» ادارو کې کار کوي، نه «رسنیز کار»؛ خو زیاته کړې یې ده: «په نهایت سرخوردګۍ سره بیانوي چې نړیوال باید د افغانستان د وضعیت ژورتیا ته پام وکړي او د طالبانو د شعارونو په چل او فریب او د ټولنې په هغه غلط انځور ونه غولیږي چې دوی یې نورو ته وړاندې کوي.»
اعلامیه زیاتوي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زنداني کړي او د سلګونو نورو په وړاندې یې له غیر انساني تاوتریخوالي کار اخیستی، چې هیڅ طالب یې په وړاندې ځواب ویلو ته نه دی حاضر شوی.
د دې ترڅنګ، طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د بیان آزادي او بشري ارزښتونه سپک کړي دي.
د می میاشتې دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ده چې د ملګرو ملتونو او یونسکو له خوا نومول شوې، ترڅو د دولتونو دنده (د بیان آزادۍ ته درناوی) ور په یاد کړي.
خو په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې راځي چې سخت سانسور واکمن دی او دمګړۍ څلور خبریالان (بشیر هاتف، شکیب نظري، حمید فرهادي او ابوذر صارم) لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په تېر کال کې د خبریالانو د حقونو د نقض لږ تر لږه ۱۵۰ پېښې ثبت کړې دي.
