باوري سرچينو آمو ته تأييد کړې، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، اميرخان متقي سفر پاکستان ته د «د سفر د معافيتونو اړوند ځينو تخنيکي ستونزو» له امله ځنډېدلی دی.
د مخکېني مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې متقي به نن دوشنبه (د زمري ۱۳) د طالبانو د يو پلاوي په مشري اسلاماباد ته سفر وکړي، خو سرچينې وايي چې دا سفر به په ټاکل شوې نېټه ترسره نه شي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې، سرچینو آمو ته ویلي و، له نوموړي سره به په دې سفر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او نور طالب چارواکي هم شامل وي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې سفر پر مهال به دواړه لوري د سیاسي، اقتصادي او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. همداراز، د هغو پرېکړو د عملي کېدو څرنګوالی به هم و ارزول شي، چې د پاکستاني چارواکو د وروستي سفر پر مهال په کابل کې شوي وو.
سرچینې زیاتوي، چې دا سفر به ښايي دوه یا درې ورځې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د پاکستان دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و، چې یو یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او بل د کورنیو چارو وزیر و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې سفر کې د طالبانو او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره درېاړخیزه ناسته هم درلوده.
پاکستان تل له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي، اقدام وکړيږ
که څه هم طالبان د دې ډلې شتون په افغانستان کې ردوي، خو د ملګرو ملتونو څارونکې ډله وایي چې تحریک طالبان پاکستان د شاوخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې لري.
