پاکستان په سویلي سیمو کې مېشتو افغانانو ته د وتلو تازه خبرداری ورکړی، چې له امله یې زرګونه کسان د ډیورنډ کرښې په اوږده پرته سیمه چمن پر لوري روان شوي دي.
په کوټه کې یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ ته د کورنیو چارو له وزارت څخه هدایت راکړل شوی، څو د ټولو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره یو نوی کمپاین په درناوي او منظم ډول پیل کړو.»
د چمن یو بل لوړپوړی دولتي چارواکی، حبیب بنګلزی، ویلي: «د جمعې په ورځ شاوخوا ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ کسان د چمن په پوله د بېرته تلو په تمه ول.»
په سرحدي خوا کې د طالبانو د کندهار ولایت د کډوالو د ثبت مشر عبداللطیف حکیمي هم ویلي، چې هغوی د جمعې په ورځ د بېرته راستانه کېدونکو افغانانو د زیاتوالي نه خبر دي.
عبداللطیف حکیمي هم تایید کړې چې د جمعې په ورځ د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر زیات شوی دی.
تر اوسه له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر یو میلیون ډېر افغانان له پاکستانه وتلي، چې یوازې له اپرېل راهیسې له ۲۰۰ زرو زیات کسان ایستل شوي دي.
دغه کمپاین له هغو له ۸۰۰ زرو زیاتو افغانانو سره تړاو لري، چې موقتي د اوسېدنې اسناد یې لرل، او یو شمېر یې یا په پاکستان کې زېږېدلي یا له څو لسیزو راهیسې هلته مېشت وو.
تېر کال پاکستان د تیرو لسو کلونو په پرتله د بریدونو له امله تر ټولو زیات تلفات ثبت کړل، او حکومت وخت په وخت افغان اتباع د دغو بریدونو په ترسره کولو تورنوي.
له بلې خوا، ایران هم د افغانانو د بېرته ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی، چې له مخې یې تر اوسه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
