د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ به د اګسټ میاشتې په ۲۹مه (د وږي ۷مه) نېټه پیل شي.
د بورډ د خبرپاڼې له مخې، دغه شلاوریزه لوبلړلۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږې، چې د سپتمبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به دوام ومومي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سیالۍ د اسیا جام لپاره هم په غوره چمتووالي کې مثبت رول ادا کوي چې د دریو کرکټ بورډونو په سلا مشوره د همدې نېټې لپاره په پام کې نیول شوې دي چې پکې به افغانستان د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې له پایلوبې پرته دوه-دوه لوبې ترسره کړي چې له پایلوبې یوه ورځ وروسته به یې افغان لوبډله د اسیا جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د یادې درې اړخیزه لوبلړۍ په اړه ویلي: «ډېر خوشحاله یم چې د اسیا جام سیالیو له پیل وړاندې پر شارجه کرکټ لوبغالي د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوو چې په دې برخه کې له کوربه هېواد ځانګړې مننه کوو. له شک پرته به دغه سیالۍ د اسیا جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی وي او د افغان لوبغاړو لپاره د تیاري یو غوره فرصت دی.»
هغه زیاته کړې، افغانستان کرکټ بورډ د اګسټ له ۱۵مې نېټې د افغان لوبغاړو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د چمتووالي کمپ هم لري، ترڅو افغان لوبغاړي پکې د اسیا جام سیالیو لپاره بشپړ چمتو واوسي او ورپسې به یاده درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره شي.
بورډ ویلي، چې یادې سیالۍ به د اګسټ میاشتې په ۲۹مه نېټه د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي او د سپټمبر میاشتې تر اوومې نېټې پورې به په شارجه کرکټ لوبغالي کې په ترتیب سره ترسره شي.
افغانستان د اسیای جام سیالیو کې د سپټمبر په نهمه خپله لومړی لوبه د هانکانګ پر وړاندې ترسره کوي.
