د خیبر پښتونخوا د بنو ښار څخه ځایي سرچینې وایي، چې پاکستاني پوځ د زمري میاشتې پر ۹مه (پنجشنبه) سهار، په ناڅاپي ډول ګرځبندیز اعلان کړی او ټولې لارې یې د تګ راتګ پر مخ بندې کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې د پوځ له خوا د ښار او شاوخوا سیمو ټولې اصلي او فرعي لارې تړل شوي، او خلک اړ شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
همداراز ویل شوي، چې پوځیان په بیلابیلو سیمو کې هوايي ډزې کوي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي سخت وارخطا شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا وضعیت له هغه وروسته رامنځته شوی، چې پاکستاني پوځ د باجوړ په قبایلي سیمه کې د ناقانونه وسلو د لهمنځه وړلو تر سرلیک لاندې عملیات پیل کړي دي. په دغو عملیاتو کې د هوايي بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په رسمي توګه د پاکستان پوځ تر دې دمه د بنو د ګرځبندیز یا هوايي ډزو په اړه څه نهدي ویلي.
