د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، وایي چې افغانستان ته د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر پلان د بهرنیو چارو وزارت ته نه ده ابلاغ شوی دی.
هغه همدارنګه ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به هر وخت چې ایران یوې پایلې ته ورسېږې، اعلان به یې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان د سفر په اړه د ولسمشر د احتمالي پلان په هکله وویل: «موږ ته تر اوسه د ولسمشر له لوري افغانستان ته د سفر کوم پروګرام یا طرحه نه ده ابلاغ شوې. هغه څه چې ویل شوي، یوازې د ښې ګاونډیتوب او د ورورولۍ ټینګار و، چې افغانستان د یو اسلامي هېواد په توګه له موږ سره تاریخي اړیکې لري. نوموړي زیاته کړه، که چېرې مناسب شرایط او لازم ترتیبات برابر شي، نو د دې سفر د ارزونې امکان شته.»
بقایي د افغان غږ خبري آژانس د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایران به طالبان په رسمیت وپېژني، وویل: «ځینو هېوادونو دا کار کړی دی. د رسمیت پېژندنه یو حاکمیتي تصمیم دی چې هېوادونه یې د خپلو ملي ګټو او مصلحتونو له مخې نیسي، او موږ د دوی تصمیم ته درناوی لرو.»
نوموړي زیاته کړه، چې ایران له افغانستان سره پراخ تماسونه او اړیکې لري، او پوره هوډ لري چې دا ګټور تماسونه او اړیکې دوام ومومی.
تر دې وړاندې، په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو، چې ښاغلي پزشکیان د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له رییسانو سره په یوه ناسته کې ویلي چې د هغه د بهرني سیاست لومړیتوب له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول دي او چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو له افغانستان سره په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.
د ایران او طالبانو ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه مخکې هم راپورونه ورکړل شوي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې د سرحدي امنیتي نښتو، د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو محدودیتونو او د پراخو ایستنو تر اغېز لاندې راغلي دي.
