بشري حقوق

سرچینې: طالبانو د خبریالانو په ګډون د ټولنیزو رسنیو لسګونه فعالان نیولي دي

په افغانستان کې د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو په تېره نږدې یوه میاشت کې لسګونه کسان په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیتونو له امله نیولي دي.

د طالبانو له لوري نیول شویو کسانو باندې تور دی چې، د دوی په وینا، د شریعت خلاف محتواوې یې خپرې کړې ده.

د آمو تلویزیون له بېلابېلو سرچینو ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې نیول شوي کسان په کابل، غزني، هرات، لغمان، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د شپې لخوا نیول شوي دي. ځینې کورنۍ وايي، چې تر نیونې وروسته یې له خپلو عزیزانو سره تماس نه دی شوی.

آمو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې خبریالان هم شامل دي، چې د ټولو نیول شويو خبریالانو شمېر اوو ته رسیږي، د سرچینو په وینا، یاد نیول شوي خبریالان د بهرنيو رسنیو سره د همکارۍ له امله نیول شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې یاد خبریالان د طالبانو له خوا تر شدیدو فشارونو او احتمالي شکنجو لاندې دي.

د یوه نیول شوي خبریال د کورنۍ غړي آمو ته وویل: «زما زوی د تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو سره په بند کې دی، تراوسه یې هېڅ د مړي او ژوند معلومات نه کیږي. زما زوی یو سپورټي خبریال وه نه کومه سیاسي ډله لري، نه کوم وسله‌وال اړخ. خو طالبانو نیولی او دروازه یې زموږ پر مخ بنده کړې ده.»

طالبان وخت پر وخت  د ځینو نیول شویو کسانو ویډیوګانې خپرې کوي، چې پکې هغوی له خپلو کړنو بښنه غواړي یا وايي، چې «اشتباه یې کړې.»

خو د بشري حقونو سازمانونه او رسنیز څېړونکي وايي، دا ویډیوګانې د فشار، وېرې او حتی شکنجې نتیجه دي.

د رسنیو یو کارپوه، چې نه‌غواړي نوم یې افشا شي، آمو ته وویل: «د ویډیوګانو له اندازې، حالت او غږ څخه ښکاري چې دا خلک په سخته ویره کې دي. دا د عدالت نښه نه ده، دا تبلیغاتي فشار دی.»

د بیان ازادۍ ملاتړي سازمانونه، د طالبانو دا ډول نیونې د بیان ازادۍ ښکاره نقض بللې دي.

د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنستټونه په دې باور دي: «افغانستان د بیان ازادۍ له پلوه تر ټولو شاتګ کړی هېواد دی. خبریالان له نیوکې، نظر څرګندولو او حتا خپل‌واکې راپور ورکولو څخه محروم شوي دي.»

بلخوا ځینې باوري سرچینې آمو ته تائید کړې، چې طالبانو د استخباراتي ارګان تر څنګ یو ځانګړی ډیجیټلي څارونکی واحد جوړ کړی چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي تعقیبوي، څارنه کوي او د نیونې پلانونه جوړوي.

د ژورنالېزم یو مدافع فعال وایي: «د افغانستان اوسنی حالت د سانسور، فشار او وېرې پراخ شوی چاپېریال دی. خلک نور نه پوهېږي چې څه باید ولیکي، څه شریک کړي.»

په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، ژورنالېستان او د بشري حقونو فعالان د ویرې تر سیوري لاندې ژوند کوي، د افغانستان رسنیز فضا ورځ تر بلې محدودېږي. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان به له یوې «بې‌غږه ټولنې» سره مخ شي چې حقیقت به پکې پټ او تر سیوري لاندې وي.