منځنی ختیځ

نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي: غزه د لوږې، جګړې او قحطۍ له مرګوني ناورین سره مخ ده

پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام، ۱۰۹ مرستندویه نړیوالو بنسټونو په یوه ګډه بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې دغه سیمه بشپړې قحطۍ او تدریجي مرګ لوري ته روانه ده. بلخوا راپورونه وایي، چې نن هم د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د هوایي بریدونو له امله، لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان وژل شوې دي.

غزه کې، شیبې په وینو، اوښکو او لوږې سره پېژندل کېږي. دلته په دیرالبلح کې له جګړې هم سخت څه روان دي. د لوږې کوکاري د جګړې له چاودونو هم لوړې دي او د جګړې د ډار پر ځای، د لوږو سورې نارې د دې ویرجنو خلکو په اصلي پرېشانیو بدلې شوې دي.

یو شمېر کورنۍ وایي چې آن یوه میاشت کېږي، یو وخت ډوډۍ یې په مړه ګېده نه ده خوړلې، هغه وضعیت چې مرستندویان یې هم اغېزمن کړې دي.

د انګلوژن انند هیومنیټي بریټانیایي سازمان د سیمه ییزو اړیکو مسوول الجزیرې ته ویلي، چې د دوی د بنسټ کارکوونکي هم له لوږې، تندې، بې خوبۍ او شدید رواني فشار سره مخ دي.

د دغه بریټانیایي مرستندویه بنسټ یاد چارواکي دغه راز ټینګار کړی دی، چې د لوږې دغه ناورین، د طبیعي جګړې له امله نه دی، بلکې د بشر په لاس یوه انساني فاجعه ده چې په چوپتیا او سیاسي خوندیتوب سره ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.

نن هم د غزې په تړانګه کې روغتیايي سرچینو د لږ تر لږه ۲۱ فسلطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، چې له ډلې یې دوه کسان د بشري مرستو د وېش مرکز ته نږدې په ډزو سره په نښه شوې دي.

په داسې حال کې چې غزه د بشپړې قحطۍ په درشل کې ده، د نړیوالې ټولنې خبرداری لا هم د اسراییلو له لوري بې ځوابه پاتې دي او د غزې تړانګې د محاصرې کړۍ نوره هم تنګېږي. د دې کشالو په دوام، ایران بیا ویلي، چې د اسراییلو د هر ډول احتمالي نظامي اقدام پر وړاندې چمتو دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، له دولس ورځني جګړې وروسته په خپله لومړي ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې هېواد یې هر ډول نظامي اقدام ته چمتو دی. بلخوا، د چارو کارپوهان وایي، چې غزه کې انساني ناورین او سیمه کې د کشالو د خطر ډېروالۍ، د منځني ختیځ مخې ته تیاره او اندېښمنوونکی لیدلوری پریښی دی.