له کندهار ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف د دغه ولایت مرکز اړوند د سدوزو داني او د ښار ځينو نورو برخو کې په مسلسله توګه څارنه کوي او د ماشومانو د لوبو توکو د پلور مخنیوی کوي.
سرچينې وایي د کندهار د امر بالمعروف کسان د ماشومانو ځينی شفلکونه هم نه پرېږدی، چې وپلورل شي.
د هټیوالو په خبره د امر بلمعروف کسانو ورته ویلي، چې دغه توکي بوتان دي او پلور یې حرام دی.
د کندهار ښار دوکانداران وايي د اقتصادی ستونزو د زياتوالي سربيره د امر بلمعروف بندیزونو يې کاروبار اغېزمن کړی دی.
