د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له ترهګرۍ او د نشهيي توکو له قاچاق څخه د افغانستان پاکېدل د دې هېواد د بیا رغونې او دایمي ثبات لپاره اړین دي. هغه افغانستان یو خپلواک، بېطرفه او سولهیز هېواد یاد کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغې غونډې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، د سیمې د امنیت د پیاوړتیا په اړه ځانګړې بحثونه درلودل، په تېره بیا د افغانستان د وضعیت په اړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د شانګهای د همکاریو سازمان نږدې ټول غړي هېوادونه هڅه کوي له طالبانو سره خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخې کړي.
لاوروف همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملي اجماع رامنځته کول، او د حکومتي جوړښتونو په کچه د قومي او سیاسي ګډون تضمین، باید د سازمان د غړو له اساسي لومړیتوبونو څخه پاتې شي.
نوموړي په خپل بیان کې ویلي: «موږ د سیمې د امنیت د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه. نږدې ټول غړي هېوادونه دا مهال له کابل سره خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخوي. موږ دا ګډ درک لرو، چې باید له افغانستانه د بیا رغونې ملاتړ وشي، او د دې هېواد د دوامداره پرمختګ تضمین وشي، څو دا یو خپلواک، بېطرفه، سولهییز، له ترهګرۍ او نشهيي توکو پاک هېواد واوسي. همداراز ټینګار وشو، چې د ملي تفاهم بهیر پرمختګ او په حکومت کې د قومي او سیاسي شمولیت تضمین باید لا هم د اساسي لومړیتوبونو په توګه پاتې شي.»
د یادونې وړ ده، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون (۲۴ د سرطان) پای ته ورسېده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وینا، دا غونډه د دې سازمان د راتلونکې سرمشریزې لپاره وروستۍ چمتووالي وه، چې ټاکل شوې د روان کال د اګست په وروستیو یا د سپتمبر په پیل کې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شي.
سرګي لاوروف زیاته کړې، چې د چین د “یوه کمربند، یوه لار” نوښت، چې افغانستان هم پکې شامل دی، د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه و.
