کډوالي

یوناما: د روان کال له پیل راهیسې نږدې یو میلیون افغان کډوال راستانه شوي دي

له ایرانه د ایستل شویو کډوالو انځور

په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د روان میلادي کال له پیل څخه د جون د میاشتې تر ۳۰مې نېټې، نږدې ۹۴۹ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یوناما په یوه راپور کې ویلي، چې له دې ډلې څخه ۷۴۱ زره تنه له ایران او ۲۰۸ زره نور له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

د یوناما په وینا، په سیمه کې د تاوتریخوالي او ترینګلتیاوو زیاتوالي د دغو بېرته ستنېدنو لړۍ چټکه کړې ده؛ یوازې د جون په میاشت کې ۲۸۳ زره افغان کډوال له ایران څخه بېرته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د پخوا پر خلاف چې ډېری راستنېدونکي مجرد نارینه وو، اوس له ۶۰ سلنې ډېرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ دي، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي او له جدي اړتیاوو او زیاتو خطرونو سره مخ دي.

یوناما لیکلي: «د بېرته ستنېدونکو د ځای پر ځای کېدو ټولنې تر سخت فشار لاندې راغلي. سرچینې محدودې دي، عامه خدمتونه تر شدید بار لاندې دي، او د ټولنیزو شخړو خطر زیات شوی دی.»

یاد بنسټ وايي، دغه بېرته ستنېدونکي خلکو ته سمدستي مرستو ته اړتیا ده، چې پکې د سرپناه، خوراک، روغتیايي پاملرنې او د ژوند د دوام فرصتونه شامل دي، څو وکولی شي له سره خپل ژوند جوړ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې مسؤلانه عمل وکړي او خپلې مرستې زیاتې کړي، تر څو د بشري وضعیت له لا زیات بحران څخه مخنیوی وشي.