له پکتیکا ولایت څخه ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه لس کلن ماشوم په دیني مدرسه کې د وهلو، ټکولو او تحقیر د زیات فشار له امله ځانته اور اچولی او سخت ټپي شوی دی.
سرچینو سه شنبه د چنګاښ په ۱۷مه وویل، چې یاد ماشوم د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو د سیمې اوسېدونکی دی.
سرچینې زیاتوي، چې نوموړی هلک به هره ورځ مدرسه کې د قاري لخوا تحقیر، وهل او ټکول کېده او تر څنګ یې کورنۍ هم پرې زیات فشار راوړی، چې یاد کوچنی ماشوم یې ځان سوځولو ته اړ کړی و.
سرچینې همدراز وایي، چې د نومړي ماشوم د روغتیا اړوند دقیق معلومات نشته خو بدن یې ټول سوځېدل او روغتیا ته یې زیات زیان اوښتی.
د سرچینو په خبرو، یاده پېښه دوه ورځې وړاندې ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په مدرسو کې د ماشومانو سره د تحقیر او شکنجو زیات شکایتونه اکثریت وخت په ټولنیزو رسنیو کې د والدینو لخوا هم ترسره کېږي.
