منځنی ختیځ

اسراییلي چارواکی: د ایران د بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه وژل شوي

اسرائیلي چارواکي وايي چې د ایران لخوا د تېرې شپې د بریدونو په ترڅ کې، چې د تل‌ابیب، حیفا او یو شمېر نورو ښارونو پر «استوګنیزو سیمو» ترسره شوي، ۸ تنه وژل شوي دي.

د لومړي وزیر د دفتر او اسرائیلي رسنیو د معلوماتو له مخې، د جمعې له ورځې راپه دېخوا د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

روغتیايي چارواکو هم ویلي، چې نږدې ۳۰۰ تنه د دغو بریدونو له امله روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

بل‌خوا، ایران اعلان کړی چې له جمعې د نښتو له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۲۲۴ تنه په دې هېواد کې وژل شوي دي.