سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې د یرغمل شویو له ډلې ۱۵۵ کسان آزاد شول

د پاکستان پوځ وايي، په بلوچستان کې د رېل ګاډي تر برید وروسته، له څه باندې ۴۰۰ یرغمل شویو څخه ۱۵۵ یې ژغورل شوې دي.

دا برید د سې شنبې په ورځ د بلوچستان د آزادي بښونکي پوځ تر نامه لاندې د بیلتون پالې ډلې له لوري ترسره شو.
یادې ډلې پاکستاني حکومت ته د بلوڅ بندیانو د خوشې کېدو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

دغه اورګاډی چې د کویټې څخه د پېښور په لور روان و، د سې شنبې په ورځ په یوه غرنیزه سیمه کې د بلوڅ بېلتون پالې ډلې تر برید لاندې راغی.

بریدګرو لومړی اورګاډی له پټلۍ واړاوه، بیا یې پرې ډزې وکړې او هغه یې تر خپل کنټرول لاندې راوست.
د راپورونو له مخې، د برید پر مهال په اورګاډي کې ۴۲۵ مسافر سپاره وو.

د بلوڅ بیلتون‌پالې ډلې پوځيانو ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ د غړو په ګډون، ۲۱۴ کسان یې یرغمل کړي دي، خو دا ادعا لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د سختو امنیتي تدابیرو لاندې، آزاد شوي یرغمل د چهارشنبې په سهار کویټې ته انتقال شول. د اورګاډي تم‌ځای کې اندېښمنې کورنۍ د خپلو عزیزانو په لټه کې دي؛ یو شمېر یې د خپلو خپلوانو په لیدو تازه ساه اخیستې ده، خو ډېر لا هم د خپلو یرغمل شویو عزیزانو لپاره انتظار باسي.

د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته د چهارشنبې تر غرمې وروسته هم روانه وه. د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې تر دې دمه ۲۷ بریدګر یې وژلې دي.

بریدګرو ګواښ کړی چې که پوځي عملیات و نه ‌درېږي، اورګاډی به په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، دغه برید غندلی او ټینګار یې کړی چې امنیتي ځواکونه به د یرغمل شویو د ژغورلو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، بیا بریدګر “وحشیان” بللي او د ولسي وګړو پر وړاندې د دوی برید یې غندلی ده.

بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د بیلتون‌پالو ډلو د جګړو شاهد دی. د بلوڅانو د آزادۍ پوځ د پاکستان حکومت تورنوي چې د بلوچستان طبیعي سرچینې د ځایي خلکو له حقونو او د عادلانه وېش پرته استخراجوي.
دا برید، یو ځل بیا په سیمه کې د بې ثباتۍ او د یاغي ډلو ګواښونه زیات کړې دي.