نړۍ

اسرائیلو د فلسطیني بندیانو د آزادولو لړۍ ځنډولې ده

بنیامین نتانیاهو نخست‌وزیر اسرائيل

د اسرائیلو لومړي وزیر د حماس له‌خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو مراسم ناسم بللي او د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو لپاره یې د پاتې یرغمل کسانو د آزادېدو تضمین، مخکینی شرط ټاکلی دی.

اسرائیلو د ۶۲۰ فلسطیني بندیانو د آزادولو لړۍ ځنډولې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، تر هغه چې حماس د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو “له سپکاوي ډک” مراسم پای ته و نه رسوي او د نورو یرغمل شویو کسانو د آزادېدو تضمین یې نه‌ وي ورکړی، د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو پروسه به وځنډوي.

بنیامین نتانیاهو ویلي: «د حماس د پرله ‌پسې سرغړونو ته په کتو، چې پکې د زموږ د یرغمل شویو کسانو له سپکاوي ډک مراسم او زموږ له یرغمل شویو کسانو څخه تبلیغاتي ګټه اخیستنه شامله ده، پرېکړه شوې چې د هغو کسانو خوشې کول وځنډول شي چې د تېرې ورځې لپاره پلان شوي وو، تر هغه چې د نورو یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل او پرته له سپکاوی کوونکو مراسمو تضمین شي.»

حماس دا ځنډ غندلی او ویلي یې دي چې اسراییل د اوربند په هوکړه کې له خپلو ژمنو شاته کېږي.

نتانیاهو وروسته له هغه د فلسطیني بندیانو خوشې کول وځنډول چې حماس پرون شپږ اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړل. د راپورونو له مخې، حماس د اکټوبر د اوومې په برید کې ۲۵۱ کسان غزې تړانګې ته له ځانه سره وړي وو، چې اته یرغمل شوي کسان د اسراییلي سرتېرو لخوا وژغورل شول، او د ۴۰ یرغمل شویو کسانو مړي هم موندل شوي دي. حماس تر اوسه ۱۳۸ کسان د بندیانو د تبادلې په لړ کې خوشې کړي او د څلورو کسانو مړي یې هم سپارلي دي. راپورونه ښيي چې لا هم ۶۱ کسان، چې پکې پنځه بهرني وګړي هم شامل دي، په غزه کې پاتې دي. اسراییل اعلان کړی چې ۳۱ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې، حماس اعلان کړی د اوربند د دویم پړاو پلې کېدو ته چمتو دی، چې ښايي د مارچ په لومړۍ نېټه پلی شي. بلخوا، اسرائیلو د یکشنبې په ورځ د لبنان سویلي برخه بمبارد کړې او ویلي یې دي چې د حزب‌الله ځواکونه یې په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب‌الله د پخواني عمومي منشي حسن نصرالله د جنازې مراسم په بیروت کې روان دي. نصرالله د تیر کال د سپتمبر په ۲۷مه د بیروت په سویل کې په یوه ځواکمن هوايي برید کې ووژل شو. نن د هغه د جنازې په مراسمو کې ګڼ خلک راټول شوي، او د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د دې هیواد د ولسي جرګې رییس هم بیروت ته تللي دي.