حماس د شنبې په ورځ د ۱۸۳ فلسطينيان په بدل کې درې اسرایلي بنديان خوشې کړل.
۵۲ کلن؛ الای شرابي، ۳۴ کلن؛ اور لوی، او ۵۶ کلن اوحد بن امی، هغه کسان دي چې د اوربند د یوې برخې په توګه نن خوشې شول.
دا درې کسان ټول ملکي وګړي دي؛ الای شرابي د حماس د برید په ترڅ کې خپله ښځه او دوه لورانې له لاسه ورکړې او د ورور د مړینې خبر یې هم چې له ده سره غزې ته وړل شوی و، وروسته خپور شو.
اوحد بن امی د حسابدار په توګه کار کاوه او د خپلې میرمنې سره د بییر له ښارګوټي یرغمل شول، او اور لوی د نوا د موسیقۍ په جشن کې خپله ښځه له لاسه ورکړه او دی هم د حماس له لوري یرغمل شو.