د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د چهارشنبې په ورځ (د سلواغه ١٧مه) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې په غزه کې «قومي تصفیه» چې په بل ځای کې د فلسطينيانو ځای پر ځای کول او سیمه نیول شامل دي، ودروي.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي ګوتریش د فلسطین د خلکو د نه جلا کېدونکو حقونو د پلي کولو په اړه د ملګرو ملتونو د کمېټې په غونډه کې وویل: « موږ باید د حل لارو په لټه ستونزه نوره هم خرابه نه کړو. دا ډېره مهمه ده چې د نړیوال قانون چوکاټ ته ژمن پاتې شو. دا اړینه ده چې د هر ډول قومي تصفیې مخه ونېول شي.»
هغه يو ځل بیا ټینګار وکړ چې د فلسطین او اسراٸیلو ترمنځ د شخړې د دایمي پای ته رسولو یوازینۍ حل لاره د دوو فلسطیني او اسراٸيلي دولتونو جوړول دي، چې باید تصویب شي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک خبریالانو ته ويلي چې دا یو «عادلانه فرضيه» ده چې د ګوتريش څرګندونې د غبرګون په توګه په پام کې ونېول شي.
ښاغلي دوجاریک زیاته کړه چې انتونیو ګوتريش د چهارشنبې په ورځ د اردن له پاچا عبدالله سره د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې، ریاض منصور، چې د فلسطین د خپلواکې ادارې له خوا د ملګرو ملتونو استازی ټاکل شوی، دې کمېټې ته ویلي چې ملک عبدالله به راتلونکې اونۍ واشنګټن ته د سفر پر مهال ټرمپ ته د عربي هېوادونو یو همغږی پیغام ورسوي.
منصور وویل: «موږ پرته له فلسطین بله هېڅ کومه خاوره نه لرو. غزه زموږ د هېواد یوه ارزښتناکه برخه ده. موږ به غزه پرې نږدو. په دې نړۍ کې هېڅ ځواک نشته چې وکولای شي فلسطینیان د غزې په ګډون زموږ له تاریخي ټاټوبي وباسي.»
هغه زیاته کړه: «موږ غواړو غزه بیا ورغوو، خلک یې سره راټول کړو، او له ټولو هېوادونو غواړو چې په دې هڅه کې زموږ مرسته وکړي. موږ د بل هېواد یا کومې بلې سیمېغوښتونکي نه یو.»
ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهیسې د دوهدولته حل ملاتړ کوي، چې فلسطینیان او اسرائیلیان په امنیت او د رسمیت پېژندل شویو سرحدونو کې سره ژوند وکړي. فلسطینیان غواړي چې خپل دولت په لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس، او د غزې تړانګه کې جوړ کړي، هغه سیمې چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې د ګاونډیو عربي هېوادونو سره د نښتو پر مهال اشغال کړې وې.