د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې تر هغه وخته چې د فلسطین دولت نهوي جوړ شوی، له اسرائیلو سره اړیکې نه جوړوي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: «سعودي عربستان له خپلو سیمو څخه د فلسطینیانو د ایستلو هر ډول هڅه ردوي، او د فلسطین په اړه د دې هېواد دریځ نهبدلېدونکی او د مذاکره وړ نه دی.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دې هېواد دریځ په روښانه او ښکاره توګه تایید کړی، چې «په هيڅ ډول شرايطو کې هيڅ ډول تعبیر ته اجازه نه ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ډونلډ ټرمپ د سهشنبې په ورځ د اسرائیلو له لومړي وزير بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې امریکا به د غزې تړانګه ونیسي او په ګاونډيو هېوادونو کې به د فلسطینیانو له استوګن کولو وروسته، اقتصادي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
د ټرمپ په څرګندونو کې د غزې څخه د دوو میلیونو فلسطینیانو د دایمي لېږد یادونه شوې او غزه یې «د تخریب شویو سیمو» په نوم یاده کړې.
خو دا اقدام د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د شخړې په اړه د امریکا د څو لسیزو پالیسۍ سره په ټکر کې بلل کېږي.