د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مٶمني په یوه ټلوېزيوني مرکه کې ويلي، چې د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې، دغه هېواد شاوخوا يو ميليون او ١٠٠زره افغان کډوال ایستلي دي. خو له دې څخه، ۵۰ سلنه یې بېرته ایران ته ستانه شوي دي.
دغه لوړ پوړي ایراني چارواکي ټینګار کړی چې د هغه هېواد نور د کډوالو د منلو وړتیا نلري او د دې کډوالو پر مخ د سرحدونو د تړلو هڅې روانې دي.
په ایران کې یو شمېر مېشت افغان کډوال له آمو سره په اړیکه کې په دغه هېواد کې د کډوالو د ژوند شرایط «خواشينونکي او غیر عادلانه» بولي.
ښاغلی مٶمني وايي: «په تېر کال کې، موږ یو ميلیون او سل زره بهرني اتباع ایستلي دي؛ خو د شړل شویو کسانو ۵۰ سلنه يې بېرته ایران ته راستانه شوي دي. ایران نور د کډوالو د منلو وړتیا نلري، او د کډوالو د ننوتلو د کنټرول او د سرحدونو د تړلو هڅې دوام لري.»
له بلې خوا، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت هم ستونزمن دی، او هېواد په دې وروستیو کې د هغوی د راټولولو، توقیفولو او په زوره د شړلو پروسه ګړندۍ کړې ده.
په پاکستان کې د هېواد یو کډوال وايي:«پولیس ټول هغه کډوال نیسي چې اړین اسناد لري او حاجی کمپ ته یې لیږدوي.»
په پاکستان کې ځینې نورږ کډوالو آمو ته ويلي، چې د کور په کور د پلټنې او د کډوالو د توقیف پروسه درې ورځې وړاندې بیا پیل شوې ده.
په پاکستان کې یوه کډواله، نازنین محسني وايي: «د افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر عادلانه او د نړیوالو معیارونو خلاف دی. موږ د طالبانو له وېرې په پاکستان کې پناه اخیستې ده، او اوس دوی موږ له دې ځایه هم باسي.»
ایران او پاکستان، چې له افغانستان سره ګډ کلتوري او تاریخي مخينه لري، د هغو هېوادونو له ډلې څخه دي چې په تېر کال کې یې زرګونه کډوالې کورنۍ په زوره شړلي دي.
تازه، د پاکستان لومړي وزیر د هغو کډوالو د شړلو امر هم کړی چې د اى سي سي او پي او آر کارتونه لري او خبرداری یې ورکړی چې ټول هغه افغان اتباع چې په درېیمو هېوادونو کې د بیا مېشتېدنې په لټه کې دي باید د مارچ تر ۳۱ پورې له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ووځي.