نړۍ

د سوریې د موقت حکومت مشر په خپل لومړني بهرني سفر ریاض ته ورسېد

د تحریر الشام د اسلامپالې ډلې او د سوریې د لنډمهاله حکومت مشر احمد شرع نن (یکشنبه، د سلواغه ۱۴مه) په خپل لومړني بهرني سفر د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د دې سفر په ترڅ کې به هغه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د دې راپور پر بنسټ، په سوریه کې پرمختګونه او په هېواد کې د امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره رامینځته شوي پلانونه، د دمشق او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره لیدلوری، او د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې د دې سفر اصلي موخې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هغه په ​​دې وروستیو کې (د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ، د سلواغه په لسمه) د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه د انتقالي پړاو لپاره معرفي شو.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د هغو پوځي قوماندانانو په غونډه کې چې اوس مهال په سوریه کې واکمن دي، وشوه. د دې پرېکړې له مخې، احمد الشرع د انتقالي دورې لپاره د قانون جوړونکې لنډمهاله شورا د جوړولو واک هم لري، او د دغه هېواد اساسي قانون د سوریې د اوسني پوځي قوماندې د خبرپاڼې پر بنسټ وځنډول شو، چې د بشار الاسد په مشرۍ يې د سوریې پر حکومت بریدونه رهبري کول.

ښاغلي شرع په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې په سوریه کې لومړی لومړیتوب دا دی چې په حکومت کې تشه «په قانوني او مشروع ډول» ډکه شي.

هغه همداراز ویلي دي چې مدني سوله باید د انتقالي عدالت او د غچ اخیستنې د مخنیوي له لارې وساتل شي. دولتي ادارې، چې د پوځ او امنیتي ځواکونو په مشرۍ وي، باید بیارغاول شي او اقتصادي زېربناوې پراختیا ومومي.

د سوریې د موقت حکومت ولسمشر ژمنه کړې چې د داسې سیاسي لېږد پیل به وکړي چې پکې یوه ملي سرمشریزه، یو ټولګډونه حکومت او وروستۍ ټاکنې شاملې وي، چې د هغه په ​​وینا د ترسره کېدو او پایلې ته د رسېدو لپاره یې تر څلورو کلونو پورې وخت نيسي.