د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو ویلي د ټرمپ له خوا د دغه هېواد او مکسیکو په محصولاتو د تعرفو د لوړولو امر وروسته به ډېر ژر د مکسیکو له ولسمشرې کلوډیا شینباوم سره په دې اړه خبرې وکړي.
هغه وايي چې هغه لا دمخه په دې اړه له خپلې کابینې سره خبرې کړې دي او ټاکل شوې ده چې نن ماسپښین (یکشنبه، د سلواغه ۱۴) له کاناډایانو سره خبرې وکړي.
ښاغلي ټروډو پر اېکس لیکلي: «موږ دا نه غوښتل؛ خو کاناډا چمتو ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ په رسمي ډول په کاناډا، مکسیکو او چین باندې پراخ تعرفې ولګولې. هغه ګواښ چې هغه ډېر پخوا ژمنه کړې وه چې د امریکا نږدې سوداګریز شریکان به دې ته اړ باسي چې «حسابونه تصفيه کړي».
ټرمپ د درېیو اجرایوي فرمانونو له مخې، د طبیعي ګازو، تېلو او برېښنا په ګډون د کاناډا د انرژۍ پر محصولاتو باندې به ١٠سلنه تعرفې ولګول شي.
له بلې خوا، ډونلډ ټرمپ د مکسیکو او کاناډا له لارې متحده ایالاتو ته واردېدونکو چینایي توکو باندې د ٢۵سلنه تعرفې لګولو امر کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي ټرمپ درې اجرایوي فرمانونه د غچ اخیستلو يوه ماده لري چې وايي که دا درې هېوادونه غبرګون وښيي، تعرفې به له دې زیاتې شي.
د امریکا ولسمشر ویلي دي: «موږ باید د امریکایانو ساتنه وکړو، او دا زما دنده ده چې د ولسمشر په توګه د هرچا خوندیتوب ډاډمن کړم. ما د خپل کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، چې زموږ له پولو څخه د غیرقانوني کډوالو او نشه يي توکو د سېلاب د تېرېدو مخه ونیسم، او امریکایانو په پراخه کچه مثبته رایه ورکړه.»
په عین حال کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جمعې په ورځ وویل چې تعرفې د غیرقانوني کډوالو او فنټانیل په وړاندې د درېیو هېوادونو د بې غورۍ په غبرګون کې دي، چې په وروستیو کلونو کې متحده ایالاتو ته رسېدلي او د «لسګونو ميلیونو» امریکایانو د مرګ لامل شوي دي.