نړۍ

د سنټکام: په سوریه کې د القاعدې د «ترهګریزې» ډلې یو لوړ پوړی غړی ووژل شو

د امریکا مرکزي قومانده (سینټکام) وايي چې د پنجشنبې په ورځ یې ځواکونو د سوريې په شمال لوېدیځ کې هوايي برید وکړ چې په کې د القاعدې د «ترهګریز» سازمان د څانګې یو لوړ پوړی غړی محمد صلاح الزعبیر ووژل شو.

سینټکام وايي چې دا برید د سیمه ییزو شریکانو سره یوځای د دوی د ژمنې، چې په ټوله سیمه کې د ملکي وګړو او د متحده ایالاتو د نظامي پرسونل، متحدینو او شریکانو په وړاندې د بریدونو پلان کولو، تنظیمولو او ترسره کولو لپاره «ترهګريزې» هڅې ګډوډې او کمزورې کوي؛ یوه برخه وه.

د سنټکام قوماندان مایکل اېرک کوریلا وویل: «سنټکام به د ترهګرو لټون، وژلو یا بندي کولو ته دوام ورکړي او زموږ د هغو ډلو په وړاندې به د خپل هېواد دفاع وکړي چې پر امریکایي ځواکونو او زموږ پر متحدینو د برید پلان لري.»

دا په داسې وخت کې ده، چې چارواکو د نړۍ په مختلفو برخو کې، په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان کې د القاعدې او داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د ملي استخباراتو مديرې تولسي ګبرډ وايي، امریکا باید د القاعدې او داعش د خوندي پټنځایونو د مخنیوي لپاره د افغانستان څارنې ته دوام ورکړي.

د هغې په ​​وینا، القاعده له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري او د دې هېواد لخوا تمويلېږي.

په عین حال کې، د سي آی اې پخوانۍ مامورې سارا آدم وايي چې القاعده او داعش دواړه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې په بشپړه توګه فعال دي او اوس په تېرو ۲۰ کلونو کې تر بل هر وخت لوی ګواښ دی.

د هغې په ​​وینا، دا مفکوره چې د داعش پر وړاندې جګړه په عمده توګه په سوریه کې ترسره کیږي، پخوانۍ ده، او د داعش ډېر لوړ پوړي مشران درې کاله دمخه افغانستان او پاکستان ته لېږدول شوي وو.