د متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړى، چې د مکسیکو خلیج نوم په رسمي ډول د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکم «د امریکا خلیج» ته بدل شوی دی.
دا پرېکړه د ټرمپ د اجرایوي کړنو د یوې برخې په توګه د هغه د دویمې دورې له پيلېدو څو ساعته وروسته چې د هغه د کمپاین ژمنه پوره کولو چې «د امریکا میراث خوندي کوي»اعلان شوه.
سربېره پردې، په آلاسکا کې د ډنالي لوړه څوکه یوځل بیا خپل تاریخي نوم،« مکینلي غر» ته بېرته راستانه شوې ده.
دا بدلونونه په سیمه کې د امریکا د تاریخي او اقتصادي رول د ټینګار په موخه کېږي.
ټرمپ په خپله وینا کې د پخواني ولسمشر ویلیم مک کینلي ستاینه وکړه او هغه یې «طبیعي سوداګر» وباله چې د اقتصادي پالیسیو له لارې یې د هیواد په پرمختګ کې مرسته کړې وه.
په همدې حال کې، دغه اقدام په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوى دى.
د مکسیکو حکومت ټینګار کړى چې د «مکسیکو خلیج» نوم د سلګونو کلونو راهیسې د نړیوالې مرجع په توګه کارول شوی او د نوي نوم بدلول په نړیواله کچه د رسميت پېژندنې څخه لېرې ښکاري.