ښځې

د اعتراض کوونکو ښځو غبرګون: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې «درانه جنايتونه» کړي دي

یو شمېر افغان اعتراض کوونکو ښځو د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په ګډون د طالب مشرانو د نېولو امر صادرولو د غوښتنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې «درانه جنايتونه» کړي دي.

دغو اعتراض کوونکو ښځو، چې ځانونه د ښځو د هيلو د کړکۍ او په جلاوطنۍ کې د آزادۍ د غورځنګ غړې بولي، په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو په «جنایتونو» کې د ملکي وګړو هدفي وژنې، د خلکو، قومي او مذهبي اقلیتونه ځورول، له دولتي دفترونو څخه قومي تصفیه، شکنجه، خپلسري اعدامونه او د بیان او رسنیو د ازادۍ تر پښو لاندې کول، د بشري وضعیت خرابېدل، د بې وزلۍ خپرېدل او د افغانانو پراخه کډوالي د دغو اقداماتو پایلې دي.

دغه لاريون کوونکې مېرمنې زیاتوي چې د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه سرغړونې د دې لامل شوې چې ډېرې نجونې «ځان وژنې» وکړي او د کار له لاسه ورکولو، پوهنتونونو او ښوونځیو کې له زده کړو بې برخې کېدو له امله خپل ژوند پای ته ورسوي.

له بلې خوا دغو مېرمنو د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم صادرول «د عدالت او مساواتو د سرغړونکو په وړاندې د عدالت د حکم صادرول او د طالبانو د حساب ورکولو په لور یو مهم ګام» بللی دی.

دغه مېرمنې وايي، چې دا کار د افغان مېرمنو د مدني مبارزو هڅو او «د آرام ساه اخيستنې» پایله ده.

د دغو مېرمنو په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له خوا ډېر «جنایتونه» شوي چې نه يوازې د رسنیو د آزادۍ د محدوديت او د خلکو د ژوند د وېرې له امله نه دي رسنيز شوي؛ بلکه په قصدي ډول پټ ساتل شوي» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د «بشریت ضد جرمونو، په ځانګړې توګه د جنسيت پر بنسټ د ځورونې» په تور د طالبانو د مشرانو د نېولو امر صادر کړی دی.

د طالبانو د مشرانو د نېولو غوښتنې ته غبرګونونه

دا اقدام د مختلفو بشري حقونو سازمانونو، د ښځو د ملاتړ نړیوالو بنسټونو، او د طالبانو سیاسي او نظامي مخالفینو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو د طالبانو د مشرانو د نېولو د وړانديز ملاتړ کړی دی.

دغه کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې د نړیوالې محکمې د څارنوال اقدام «د افغانستان د خلکو لپاره د عدالت د ترلاسه کولو په لور مهم ګام» بللی او ټینګار يې کړی چې دا پرېکړه طالبانو او نړیوالې ټولنې ته یو څرګند پیغام ورکوي.

په دې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو مشران کېدای شي د «نړیوالو جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ ځورونې» له امله د نېول کېدو او محاکمه کېدو له خطر سره مخ شي.