د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې ټاکل شوې ده په راتلونکو شپږو ورځو کې يې د لوړې مراسم ترسره شي، ویلي چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ډېر ژر د اوکراین په اړه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وویني.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، هغه د دې ليدنې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ به لومړۍ ناسته وي، مهالوېش نه دی وړاندې کړی.
د راپور پر بنسټ، کله چې ښاغلي ټرمپ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خپلې د ستراتیژۍ په اړه وپوښتل شو، هغه نیوز مېکس ته وویل، «ښه، یوازې یوه ستراتیژي ده، او هغه د پوتین پورې اړه لري، او زه تصور نه شم کولی چې هغه له خپلې لارې چې پرې تللى دى خوښ دى. ځکه چې د هغه لپاره ښه نه وه.»
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي ټرمپ پارېس ته د خپل سفر او د اوکراین او فرانسې له ولسمشرانو ولادیمیر زیلینسکي او ایمانویل مکرون سره د کتنې په ترڅ کې له کيیف او مسکو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د یوې هوکړې لپاره خپلې غوښتنې لېست کړي. ځکه چې هغه د دې جګړې چې ټرمپ یې «جنون» بولي، پای ته رسول غواړي.
هغه په دې مرکه کې زیاته کړه:«زه پوهېږم چې هغه (پوتین) غواړي ماسره وګوري او زه به ډیر ژر ووینم. ما به دا کار ډیر ژر کړی وای؛ خو … تاسو باید دفتر ته ننوځي. د ځینو شیانو لپاره، تاسو باید هلته اوسئ.»
له بلې خوا، مایک والټز، د متحده ایالاتو د کانګرېس استازی او د ټرمپ د راتلونکي ادارې د ملي امنیت سلاکار، د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه تمه لري چې په «راتلونکو ورځو او اونیو» کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ اړیکه ټینګه شي.
د یادولو وړ ده چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د توغندیز بحران نه وروسته په لسگونو زره کسان وژلي، په میلیونونو خلک یې بې ځایه کړي او د مسکو او لوېدیځ ترمنځ يې په اړیکو کې تر ټولو لویه ترینگلتیا رامنځ ته کړې ده.