د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د ځنګليزې اورلګېدنې له امله چې شپږ ورځې وړاندې (د تېرې اوونۍ د یکشنبې له ورځې راهیسې) پیل شوې، ۲۴ کسان مړه شوې او د دغه ښار ډېرې برخې سوځېدلې دي.
د کالیفورنیا والي ګاوين نيو سام وايي چې دا اور د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو ویجاړونکی طبیعي ناورین» بلل کېداى شي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور پر بنسټ په دغه اور کې زرګونه کورونه ویجاړ شوي او تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په راپور کې راغلي چې اور لګېدنې ټول شاوخوا سیمې په کنډوالو بدلې کړې دي. د بډایه او نامتو خلکو او عامو خلکو کورونه یې يو شان نړولي او د اخرې زمانې د پای یوه صحنه یې رامنځته کړې ده.
د لاس انجلس چارواکي وايي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۲زره ودانۍ زیانمنې شوې او یا هم ویجاړې شوې دي.
د لاس انجلس سيمې مشر لینډسي هوروات وايي: «لاس انجلس کاونټۍ له تصوره لېرې د وحشت او زړه ماتونکي شپه درلوده.»
هوايي اور وژونکي، چې ځینې یې د آرام سمندر څخه اوبه راوباسي، او ځمکني اوروژونکي د لاسي وسیلو او شيلينګونو په وسيله اوبه د پالیساډس او د لاس انجلس په مجلله سيمه برنټ ووډ او نورو ګڼ مېشته سیمو کې د اور پر ليکو بريدونه کوي.
دغه اور د ښار لوېدیځ لوري ته د لاس انجلس ۲۳زره ۷۱۳ هکټاره یا ۳۷ مربع میله ځمکه سوځولې ده او یوازې ۱۱ سلنه یې مهار شوى دى. هغه ارقام چې د اور وژونې د چاپیریال سلنه ښیي چې اور وژونکي يې تر خپل کنټرول لاندې لري.
د لاس انجلس په ختیځ کې د ایټون اور ١٤زره او ١٧٧ جریبه یا ٢٢ مربع میل — تقريباً د منهاټن په اندازې سوځولې ده — او اور وژونکو د دې کنټرول ٢٧ سلنې ته لوړ کړی دی. پداسې حال کې چې تېره ورځ يې اعلان کړى و چې یوازې ١۵سلنه یې مهار شوي دي.