د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې طالبانو ته له مشروعیت ورکولو ډډه وکړي او د ښځو او نجونو پر زده کړو د دوی سخت بندیزونه وغندي.
هغې په اسلام آباد کې د «په اسلامي ټولنو کې د ښځو زده کړه، ننګونې او فرصتونو» تر سرليك لاندې په غونډه کې وویل: «په تېرو درې نیمو کالونو کې طالبانو هره افغانه نجلۍ د زده کړو له حقه محرومه کړې ده. دوی زموږ دین د دې کړنو د توجیه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارولی دی. طالبانو خپل هدف په ډاګه کړی دی؛ د عامه ژوند له ټولو برخو څخه د ښځو او نجونو بشپړ ایستل او له ټولنې څخه د هغوی ایستل.»
دا دوه ورځنۍ غونډه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په کوربه توب او د« د مسلمانانو د نړيوالې اتحاديې» په همکارۍ جوړه شوې وه او د ۴۴ هېوادونو څه باندې ۱۵۰ استازي په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زده کړو په وړاندې د موجوده ننګونو د څېړلو لپاره راغونډ شوي وو.
ملالې د طالبانو د کړنو پر وړاندې د مبارزې پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ او دا کړنې یې د بشري حقونو بنسټیزه سرغړونٸ وبللې. هغې د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې متحد شي او د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
هغې وویل: «د دې غونډې موخه به هغه وخت ترلاسه شي چې موږ د افغان نجونو وضعیت په ګوته کړو او طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی د جنايتونو په اړه وپوښتو.»
د نجونو د زده کړو نړیوال بحران
ملالې همدا راز د نړۍ په کچه د پوهنې پراخ بحران ته په اشارې وويل، چې په ټوله نړۍ کې ۱۲۰ میلیونه نجونې له ښوونځیو بې برخې دي چې ۱۲.۵ میلیونه یې په پاکستان کې دي.
هغې زیاته کړه: «هره نجلۍ حق لري چې ۱۲ کاله زده کړې بشپړې کړي.»
د نړۍ د مسلمانانو اتحاديې سرمنشي په دې غونډه کې ملالې ته افتخاري سپر ورکړ او د نجونو د زده کړو د دفاع لپاره یې د هغې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ستاینه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د حکومتونو، اسلامي سازمانونو او مدني ټولنو په ګډون د یوه نړیوال ایتلاف پر اړتیا ټینګار وکړ.
ياده غونډه د زده کړو په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو او په اسلامي ټولنو کې د نجونو لپاره د زده کړې فرصتونو ته د لاسرسي د تضمینولو په اړه په بيا ځلې ټینګار پای ته ورسېده.
ملالې په خپلو اختتامیه وينا کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نجونو د حقونو د دفاع لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل: «ما خپل سفر دلته پیل کړ او زړه به مې تل په پاکستان کې پاتې وي.»