سوداګري

د طالبانو تر ادارې لاندې مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړى، چې د چهارشنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالره لیلاموي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په تېره یوه میاشت کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه په چټکۍ سره لوړه او په وروستیو اوونیو کې په چټکۍ سره رالوېدلې ده. دا مهال د افغانستان په بازارونو کې د هر امریکايي ډالر بیه تر ۷۱ افغانیو زياته شوې ده.

مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به د «داوطلبۍ» له لارې وپلورل شي او د پروسې ګټونکي باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حساب تصفیه کړي.

طالبانو همداراز د پولي خدمتونو ټولو شرکتونو، صرافانو او کورنیو سوداګرو ته بلنه ورکړې چې په دې پروسه کې برخه واخلي.

د مرکزي بانک لخوا د ډالرو لیلام معمولا د ملي اسعارو د ارزښت ثبات او د تبادلې نرخ کنټرول په موخه ترسره کیږي. په همدې حال کې، دوامدار اقتصادي بې ثباتي او د افغانیو د ارزښت ټېټېدل د هېواد په اقتصاد کې د ژورو ننګونو ښکارندويي کوي.