د چين ولسمشر شي جين پينګ خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته ويلي چې دواړه هېوادونه به د خپلو ستراتيژيکو همکاريو له لارې«په سم لوري» مخ پر وړاندې حرکت کوي.
د رويټرز د راپور له مخې، شي جين پينګ د روسيې ولسمشر ته د نوي کال د مبارکۍ په پيغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او ستراتيژيکې همغږۍ ستاينه وکړه او له هغه سره يې د نږدې اړيکو د ټينګښت هيله څرګنده کړه.
په دغه پيغام کې د چين ولسمشر ويلي: «په بېلا بېلو ساحو کې د چين او روسيې ترمنځ همکاري به د نويو پرمختيايي فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي.»
په ورته وخت کې، د روسیې دولتي خبري اژانس ریا د جمعې په ورځ په بیجینګ کې د مسکو د سفیر په حواله راپور ورکړ چې شي جین پینګ به په ٢٠٢۵ کې روسیې ته سفر وکړي.
د يادونې وړ ده چې د روان کال په مى مياشت کې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخېزو اړيکو د ژورولو او د متقابلو ګټو لکه تايوان، اوکراين او د امريکا د متقابل سيال په برخو کې د همکارۍ هوکړه وکړه.
د چین ولسمشر د دریمې دورې د ولسمشرۍ د ګټلو وروسته، د پوتین لخوا په کریملین کې په بې ساري ډول د «ګران ملګري» په توګه وستايل شو.
د تایوان په مسله او د اوکراین په جګړه کې د روسیې او چین تر منځ نږدېوالى یو له هغو مواردو څخه دی چې لوېدیځ په ځانګړې توګه امریکا یې تل اندېښمنه کړې ده.