نړۍ

د اوکراین په کریويه کې د روسیې په توغندیز برید کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي

انځور له رویټرز

د اوکراین په مرکز کريوي يه کې د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا توغندی د سه شنبې په ورځ د مرغومي په څلورمه د کريو يع ښار په یوه استوګنځي کې ولګېد او په دې برید کې د څلورو ټپيانو حالت «نازک» دی.

کییف د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د زیږون ځای دی او د دغه هېواد چارواکو په دغه ښار کې د کرسمس په ماښام برید غندلی دی.

الکساندر ويلکول، د کرویو ریه ښار د پوځي ادارې مشر، په ټېلېګرام لیکلي« وحشيانو په مستقیم ډول د ٢٣ اپارتمانونو سره د استوګنې څلور پوړیز بلوک په نښه کړ»

په همدې حال کې د کريوي ريه سیمې والي سرهي لیساک ویلي، چې یو ټپي سړی له کنډوالو څخه را ایستل شوی دی. خو د ډاکټرانو لخوا ونه ژغورل شو او مړ شو.

د اوکراین د بشري حقونو څېړونکي دیمیټرو لوبینیتس په ټیلیګرام کې لیکلي: «په داسې حال کې چې نوره نړۍ کرسمس نمانځي، اوکراینیان د روسیې له نه ختمیدونکي بریدونو سره مخامخ دي»

کريوي ریه یو فولاد جوړونکی ښار دی چې له جګړې مخکې يې د ٦٠٠زرو څخه ډېر اوسېدونکي لرل. د هغې جنوبي ښارګوټي د روسیې تر اشغال لاندې سیمې څخه شاوخوا ٦۵ کیلومتره لیرې دي او د جګړې په جریان کې په منظم ډول د روسیې د توغندیو بریدونو لخوا په نښه شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې ویلي چې په قصدي ډول ملکي وګړي نه په نښه کوي.