د امريكا متحده ايالاتو فدرالي چارواکي وايي، یو ۳۳ کلن ګواتیمالایي وګړى د نیویارک په بروکلین په ميټرو کې د یوې ښځې د سوځولو او وژلو په شک ونیول شو.
د پولیسو د راپور له مخې، دغه سړی چې سیباسټين زاپټا نومیږي، د یوې ښځې جامو ته د لایټر په کارولو چې په ميټرو کې ویده وه اور ورته کړ چې ښځه د خپلو ټپونو له امله مړه شوه.
پولیس له پېښې شپږ ساعته وروسته د زاپټا په نیولو بریالی شول.
د پولیسو په وینا، د بریدګر او قرباني تر منځ پخوانۍ پېژندنه نه وه. دغه راز تراوسه پورې ددغه ترهګريز عمل انګېزه نه ده څرګنده شوې.
دغې پېښې د نيويارک د اوسېدونکو ترمنځ ژوره خواشيني او اندېښنې راپارولي دي او پوليس لا هم د انګېزې او نورو جزئياتو په اړه پلټنې کوي.