د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دمشق کې د سوریې د تحرير شام له مشر سره له کتنې وروسته وویل چې د سوریې په راتلونکي کې د کرد ملېشو لپاره ځای نشته او د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د منحل کېدو غوښتنه یې وکړه او هغه يې د کردستان د کارګر ګوند (پي کى کى) ملېشو دوام وباله.
د رویټرز د راپور له مخې د جنورۍ په ۲ مه دمشق ته ښاغلي فیدان سفر د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی.
ياده دې وي، چې د کردستان کارګر ګوند (پي کى کى) له ۴۰ کلونو راهیسې له خپلو یاغیانو سره د ترکیې د حکومت پر ضد جګړه کوي او انقره، واشنګټن او اروپايي ټولنه دغه ډله «ترهګره» بولي.
فیدان چې د سوریې د اوسني واکمن احمد شرع ترڅنګ یې خبرې کولې وویل، د سوریې له نوي حکومت سره یې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو (واى پي جي) په اړه خبرې کړي او باور لري چې دمشق به د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د تضمین لپاره ګامونه پورته کړي.
فیدان د دې په بیانولو سره چې واى پي جي باید منحل شي، وویل: «په راتلونکي وخت کې، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه باید داسې یوې مرحلې ته ورسیږي چې دوی نور د سوریې ملي یووالي ته ګواښ نه وي.»
د یادولو وړ ده چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د امریکا په هوايي ملاتړ په دغه هېواد کې د داعش وسله والو په ماتولو کې مهم رول لوبولی او په زندانونو کې د داعش د جنګیالیو ساتنې ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبرداری ورکړی چې دغه اسلامپاله ډله (داعش) به په دې موده کې د خپلو ظرفیتونو د بیا تنظيم هڅه وکړي.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نړیواله ټولنه په سوریه کې د دغو ځواکونو د «غیر قانوني» کړنو په اړه «سترګې پټوي». هغه زیاته کړه چې دی په دې باور دی چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به بل ډول تګلار په کار واچوي.