نړۍ

د غزې ډاکټران: د اسراٸیلو په امر د کمال عدوان روغتون تخليه «ناشونې» ده

عکس له رویټرز

د اسراٸيلي پوځ له لوري د تخليې له امر وروسته د کمال عدوان روغتون ډاکټرانو ويلي چې د دغه روغتون تړل او خالي کول تقريباً ناشوني دي.

په بیت الاهيه کې د کمال عدوان روغتون مشر حسام ابو صوفیا د پیغام له لارې رویټرز ته وویل: «د دې روغتون د تړلو امر سره سم عمل کول تقریبا ناممکن دي؛ ځکه کافي امبولانسونه نه شته چې ناروغان وباسي.»

د یادولو وړ ده چې اسراٸيلو د یکشنبې په ورځ د مرغومي په دوهمه نېټه د کمال عدوان روغتون چې د غزې د تړانګې په شمالي څنډه کې په محاصره شوې سیمه کې یو وروستی او فعال روغتون دی د تړلو او تخليې حکم صادر کړ.

د کمال عدوان روغتون مشر وويل: «موږ اوس مهال په دغه روغتون کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي لرو. د نوي زیږون په څانګه کې د هغو ماشومانو په ګډون چې ژوند یې په اکسیجن او ځینې وسایلو پورې تړلی دی، نشو کولی دا ناروغان له مرستې ، تجهیزاتو او وخت پرته په خوندي ډول وباسو.»

نوموړي دغه راز رویټرز ته په دې پیغام کې زیاته کړې: «موږ دا پیغام تر سختې بمبارۍ او د تېلو د ټانکونو تر مستقیم هدف لاندې درلېږو، چې په دې روغتون کې د لګېدو په صورت کې به ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي».

د اسراٸيلو پوځ د کمال عدوان روغتون د مشر ابو صفیه د څرګندونو په اړه د دې خبري اژانس غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

ابو صفیه وویل چې د اسراٸیلو پوځ امر کړی چې ناروغان او کارکوونکي نورو روغتونونو ته ولېږدوي چې حالت نور هم خراب دی.

دغه خبري اژانس وايي چې د روغتون دننه عکسونو ښيي چې ناروغان په دهلېزونو کې په بسترونو کې د ګڼې ګوڼې په حال کې دي ترڅو دوی له کړکیو لرې وساتي. رویټرز سمدلاسه د عکسونو تصدیق نشي کولی.

په همدې حال کې اسراییل وايي، د غزې د تړانګې په شمالي څنډه کې د بیت لاهیه، بیت حنون او جبالیه په ګډون شاوخوا درې سیمو کې د حماس وسله وال په نښه کوي.

خو فلسطینیان پر اسراٸیل تور لګوي چې د خاٸل سيمې د جوړولو لپاره د سیمې د دایمي نیولو هڅه کوي، چې اسراییل يې ردوي.