ښځې

د آزادۍ په لور د ښځو غورځنګ: طالبان «د ظلم او ځپنې له لارې د واک د ټینګښت» په لټه کې دي

د آزادې په لور د ښځو د غوځنګ غړو انڅور

د آزادۍ په لور د ښځو غورځنګ چې مشري يې طاهره ناصري په کوي د ډسمبر د ۱۰مې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي چې طالبان د خپل «واحد جنس، نژادي او غیر مشروع» واکمنۍ له لارې غواړي د «ظلم او ځپنې له لارې واک ټینګ کړي».

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: « د بشري حقونو نړیواله ورځ چې باید د عدالت، ازادۍ او انساني کرامت سمبول وي؛ خو د افغانستان د خلکو لپاره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې، د ازادۍ تر پښو لاندې کولو او نه ختمیدونکې تیارې یادونه کوي.»

دغه غورځنګ وايي، د طالبانو تګلارو د ملت راتلونکې «یرغمل» کړى او د بدلون هیله یې له منځه وړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي:«طالبانو د ظالمانه حکمونو په صادرولو سره ټولنه شاته غورځولې او هڅه کوي هېواد چې یو وخت د پرمختګ او پوهاوي په لاره روان و، د جهالت او وروسته پاتې والي تورې دورې ته را وګرځوي.»

د آزادۍ په لور د ښځو غورځنګ د ښځو پر بنسټیزو حقونو د طالبانو بندیزونه یو«جنايت» بللی او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په زندانونو کې پر ډېرو ښځو جنسي تېری شوی او شکنجه شوې دي.

دغه غورځنګ زیاتوي چې د هر ډول مخالف غږ ، هر روښانه فکر او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ازادۍ پر لور هر ګام له «بند، شکنجه، مرګ او تباهۍ» سره مخ کېږي.

په دغه خوځښت کې اعتراض کوونکو ښځو د افغانستان له خلکو وغوښتل چې د طالبانو د «ظلم او استبداد» پر وړاندې ودرېږي.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې له نړۍ هم غوښتل شوي چې د طالبانو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي او د افغانستان د خلکو د حقونو او د ولسي حرکتونو د ملاتړ په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا تصویب شوه او افغانستان د دغه سازمان د غړو په منځ کې د هغې د تصویب ملاتړ وکړ.

د دغې اعلامیې له تصویب وروسته ملګرو ملتونو د بشري حقونو د تامین او د بشري ارزښتونو د ساتنې په موخه د دسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.