بشري حقوق

د آمو موندنې: د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو له‌خوا د مدرسو جوړېدو بهیر اووه برابره زیات شوی

د طالبانو یوه دیني مدرسه.

د طالبانو له لوري په چنګاښ میاشت کې د مدرسو د رغولو چارې د تېرې میاشتې پرتله اووه برابره ډېره شوې ده. د طالبانو د پوهنې وزارت شمېرې ښیي، چې په چنګاښ میاشت کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت اووه مدرسې جوړې شوې دي. د پوهنې وزارت سربېره، په دغه میاشتې د شخصي مدرسو رغول هم راپور شوې دي.

د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو له لوري د مدرسو د رغولو او ګټې اخیستنې شدت موندلی دی.

په دې میاشت کې، په پروان ولایت کې د تعلیم القرآن للبنات مدرسه او په هرات ولایت کې د حضرت عثمان ذولنورین مدرسې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

له دغو مدرسو سربېره، په غزني ولایت کې د اناثیه طیبه مدرسه، په پکتیکا ولایت کې د نخل مدرسه او د حضرت عباس دارالعلوم، د سرپل ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د مرکزي دارلعلوم او یوه بله مدرسه چې نوم یې نه دی نه دی ښودل شوی، د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري یې د بنسټ ډبرې اېښودل شوې دي.

د طالبانو له لوري په چنګاښ میاشت کې د مدرسو د رغونو چارې او ګټې اخیستنه
• پروان: د تعلیم القران للبنات مدرسه‌
• هرات: د حضرت عثمان ذوالنورین مدرسه
• پکتیکا: د نخل مدرسه
• غزنی: د اناثیه طیبه مدرسه
• پکتیکا: د حضرت عباس دارالعلوم
• سرپل: په ګوسفندي ولسوالۍ کې مرکزي دارالعلوم

د دغو مدرسو د رغولو مالي لګښت د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري پرې کېږي، چې ټولیز ارزښت یې ۳۵ میلیونه افغانۍ ده. د طالبانو د پوهنې وزارت شمېرې ښیي، چې په چنګاښ میاشت کې د مدرسو د رغولو چارې د تېرې میاشتې پرتله یې اووه برابره ډېره شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري د مدرسو له رغولو بېل، پنځه ورځې مخکې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس په بلخ ولایت کې د یوه شخصي مدرسې د جوړېدو خبر هم خپور کړ.

په دغه انځورونو کې، چې د مدرسې د مسوول له لوري خپاره شوې دي؛ د طالبانو امنیتي ځواکونه د مدرسې د پرانیستلو د مراسمو د امنیت ټينګښت پر غاړه لري. دغه مدرسه، په یو جریب ځمکه کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د مصباح العلوم په نامه په بلخ ولایت کې جوړه شوې ده. ورته مهال، د پوځي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې طالبان د دیني او جهادي مدرسو په جوړولو سره په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د خپرولو په لټه کې دي او په دغو مدرسو کې راډيکاله مذهبي افراطي ډلې روزي.