نړۍ

د امنیت شورا د سوریې په اړه بیانیه ورکوي

په دمشق کې د بشار الاسد د یوه مخالف لخوا د یو انځور سوځول

د امریکا او روسیې ډیپلوماتان وايي، داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د سوریې په اړه یو نظر لري او په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه یوه بیانیه ورکوي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغو دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۹) د یاغیانو له خوا د سوریې د نیولو او د بشار الاسد د حکومت د نسکورېدو په اړه د تړلو دروازو تر شا له یوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د امنیت شورا غړي په دې اړه پر يوې بیانيې کار کوي.

په ملګرو ملتونو کې دایمي استازي واسيلي نبنزيا وايي: « زه فکر کوم چې شورا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او واحد ساتلو، د ملکي وګړو د ساتنې او د اړتیا وړ خلکو ته د بشري مرستو د رسولو د یقیني کولو لپاره د اړتیا په اړه په لږه یا ډېره اندازه همغږي شوي دي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازي مرستیال رابرټ ووډ تایید کړه چې ډیری غړو په دې مسلو بحث کړی او زیاته یې کړه چې شورا به د یوې بیانیې په اړه کار وکړي.

ووډ زیاته کړه: «دا د سوریې د خلکو لپاره د نه منلو وړ شېبه ده. اوس موږ واقعیا تمرکز کوو چې وګورو چې وضعیت چیرته ځي. آیا په سوریه کې داسې واکمن شته چې د سوریې د خلکو حقونو او کرامت ته درناوی وکړي؟»

د يادولو وړ ده، په ډسمبر مياشت کې د امنيت شورا مشري د امريکا تر غاړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې دایمي استازي کوسي الدحاک د شورا له غونډې بهر خبریالانو ته وویل چې د هغه ماموریت او له هېواده بهر د سوریې ټولو سفارتونو ته امر شوی چې د انتقال په دوره کې د حکومت د ادارې کار ته دوام ورکړي.

هغه په ​​دې څرګندونې چې د سوریې په حکومت کې د بشارالاسد لخوا ټاکل شوی بهرنيو چارو وزیر بسام الصباغ لا هم په دمشق کې دی وویل:« مونږ اوس د نوي حکومت په انتظار یو. خو په عین حال کې، موږ له اوسني حکومت او مشرتابه سره خپل کار ته دوام ورکوو.»

ښاغلي الدحاک خبریالانو ته وویل: «موږ د سوریې له خلکو سره یو. موږ به د سوریې د خلکو دفاع او کار ته دوام ورکړو. موږ به تر بل خبرتیا پورې خپل کار ته دوام ورکړو.»

هغه ويلي چې سوریایان لېواله دي چې د آزادۍ، برابرۍ، د قانون حاکمیت او ډیموکراسۍ په ارزښتونو سره یو هېواد جوړ کړي او موږ به د خپل هیواد د بیا رغولو، هغه څه چې له منځه تللي د بیارغونې او د سوریې د راتلونکي او ښه راتلونکي د بیا رغولو هڅې جاري ساتو.