څلور لبناني چارواکو رویټرز ته ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.
که څه هم دغو سرچینو د دغه اوربند د اعلان کره وخت نه دی ښودلى؛ خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي: «موږ نږدې یو. خو تر هغه چې هرڅه ترسره شي نشي، هېڅ شى نه ترسره کېږي.”
د دغه راپور له مخې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي دي چې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
له بلې خوا د دغه هېواد په پلازمېنه بیت المقدس کې یوه جګپوړي اسرائیلي چارواکي دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې د اسرائیلو کابینه به نن (سه شنبه، د ليندۍ ۶مه) د لبنان له حزب الله سره د اوربند د هوکړې د تاييد لپاره یوه غونډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو پوځ د بېروت په جنوبي څنډو کې چې د حزب الله تر کنټرول لاندې دي، هوايي بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې رویټرز وايي، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر د هغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه کړې چې ګواکې دغه هېواد او لبنان د هوکړې پر متن موافقه کړې ده.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د اسراييلو دايمي سفير ډيني ډانون ويلي دي چې هېواد به يې د هر ډول موافقې پر بنسټ پر جنوبي لبنان د بريد وړتيا حفظ کړي.
يادونې وړ ده، چې لبنان د “دې جملې” په اړه چې اسرائيلو ته دا ډول حق ورکوي، اعتراض کړى دى.
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دواړو لورو ترمنځ واټن د پام وړ کم شوی دی. خو لاهم داسې کړنې شته چې دوی يې باید یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ترسره کړي.
هغه وايي: “اکثره د تړون وروستي پړاوونه تر ټولو ستونزمن پړاوونه دي؛ تر ټولو سخت مسایل پای ته رسېدلي. موږ د امکان تر حده سخت فشار راوړو.”
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلي پوځ او د لبنان د حزب الله تر منځ نښتې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیلو د جګړې پر مهال پیل شوې وې. خو دا شخړې په وروستیو دوو میاشتو کې په لبنان کې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.