د افغان مېرمنو د تاریخ د بدلون غورځنګ چې مشري یې رقیه ساعي کوي، د نومبر پر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت، ویلي، ،چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته افغانستان د ښځو لپاره «بې دېواله زندان» بدل کړی دی.
دغه غورځنګ وايي، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په بېلابېلو دورو کې څرګند شوی او اپه افغانستان کې د «نرواکۍ دوديز کلتور او افراطي جریانونو» له امله د ښځو پر وړاندې ټولې قانوني او مدني لارې تړل شوې دي.
د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي: «د جمهوري نظام له نسکورېدو او د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره افغانستان بېرته ۷۰مې لسيزې ته را وګرځېدلى دى، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لپاره د طالبانو د ډلې انګېزه د يو واحد جنسيتي ټولنې رامنځته کول وو چې معيار او اساس يې شرعي او اسلامي ارزښتونه ګڼي چې هيڅ په اسلام شتون نه لري.»
په دغه غورځنګ کې اعتراض کوونکي ښځې وايي، دا ځل طالبانو د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر اصولو سربېره، د ښځو پر وړاندې لسګونه نور فرمانونه او محدودیتونه هم صادر کړي او د تېرې دورې په پرتله یې «تاوتریخوالی او بد چلند» ترسره کړى دى.
په افغانستان کې د ښځو د تاریخ بدلوت غورځنګ زیاتوي چې طالبانو پر زده کړو او کار د محدودیتونو په رامنځته کولو سره نه یوازې دا چې د ښځو په وړاندې یو «تېز خنجر» دی، بلکې په دغه ډول عمل سره یې د ښځو پر وجود د «خلاص تېر » ویشتلى دى. ځكه چې د طالبانو د افکارو تر اغیز لاندې بې سواده ښځې یو نالوستى او عسکري نسل افراطیت رامنځته کوي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي: «طالبانو په ښځو باندې د مطلق حاکمیت په روحیه سره، په ځلونو تېرى کړى، بندیانې او قتلونه يې کړي او د دغې ډلې له خوا په بندیانو باندې د شکنجې او جنسي تېري ډیری راپورونه خپاره شوي دي.»
د ښځو غوښتنه
دغه حرکت له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د سرغړونې مخه ونیسي، لومړی د ښځو د ستونزو ریښې ومومي، د هغو د رامنځته کېدو لاملونه او عوامل دې وڅېړي او له حقوقي او مسوولو ارګانونو سره دې شریک کړي؛ تر څو د طالبانو د افراطیت او سيستماتيک تاوتریخوالي مخه ونیول شي.
د افغان ښځو د تاریخ د بدلون غورځنګ همداراز د طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې د «وحشتناک تاوتریخوالي» د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په توګه تصويب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي.