ښځې

د ښځو اعتراضي خوځښتونه: د افغان ښځو پر وړاندې «تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی» پلي کېږي

د افغان ښځو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو د «نومبر ۲۵» د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې «تر ټولو ناوړه تاوتریخوالی» ترسره کېږي.

د افغان ښځو د اعتراض کوونکو خپلواکه غورځنګ چې مشري یې د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي کوي، وايي: «په افغانستان کې حتی د ښځو غږ هم عورت دی. سږ کال څلورم کال دی، چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي، چې د هېواد د نیمايي نفوس پر وړاندې تر ټولو ستره جفا بلل کېږي او هر کال یې ویجاړونکي اغېزې نورې هم ډېرېږي»

په همدې حال کې د ښځو د ازادۍ څراغ غورځنګ چې د ښځو د حقونو فعاله هاجر آزاده يې رهبري کوي وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیواله ورځ د افغان ښځو لپاره د «له سيستماتيکې ځپنې څخه د خلاصون لپاره د درد، مبارزې او ژړا» په معنا ده، چې په دې وروستيو درېيو کلونه په تېرېدو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي «خورا ناوړه ډولونه» يې څرګند ثبوتونه دي.

غوښتنې

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو غوښتي چې د ښځو د حقونو لپاره دې نور عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي، د عدالت په نړیواله محکمه کې دې طالبان محاکمه کړي او د افغان ښځو له مبارزو دې خپل ملاتړ زیات کړي.

دغه خوځښتونو همداراز له نړۍ غوښتي چې د ښځو د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي او په درېیمو هېوادونو کې د افغان کډوالو په تېره د هغو کډوالو مېرمنو ملاتړ کولو لپاره چې په هیواد کې د خطر سره مخ دي او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته اېستل کېږي، د ملاتړ جوړښت رامنځته کړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې پس منظر

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کړي.

طالبانو پر هېواد د واک تر لاسه کولو راهسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې د زده کړو له دوام او پوهنتونونو ته له تلو منعې کړې او د هغوی پر نورو اساسي حقونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

تازه طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر تر نامه لاندې د قانون په تصویب سره په عامه ځایونو کې د ښځو په غږ او مخونو بندیز لګولى او همدارنګه یې د یوې بالغې ښځې له خوا بلې بالغې ښځې په مخ کې لمانځ، تسبیح او د قرآن کریم تلاوت کول منع کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو دغه چلند د اسلامي هېوادونو او دیني عالمانو په ګډون له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی. خو دوی تر اوسه په دې اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې او د دغه قانون پر بشپړ تطبیق ټینګار کوي.