پرون (یکشنبه، د ليندۍ ۴مه) د لبنان حزب الله د اسرائیلو پر مرکز تل آويو پر توغنديزو بریدونو په نښه کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه ډله چې ادعا کیږي د ایران لخوا يې ملاتړ کیږي، ویلي چې په تل آويو او شاوخوا سیمو کې يې د اسرائيلو دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
د اسراٸیلو پوځ هم اعلان کړی چې تل آويو ته نږدې یې «کورونه» ویجاړ او سوځېدلي دي.
که څه هم په دغو بریدونو کې د اوښتو تلفاتو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي؛ خو د اسراٸیلو پوځ ویلي چې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د اسراٸيلو پوځ په وينا، حزب الله پر دغه هېواد څه باندې ۲۵۰ توغندي توغولي، چې ډېری يې شنډ او له منځه وړل شوي. خو يوشمېر يې د تل آويو په ختیځ کې د پتاه تيکوا په سیمه کې په څو ځايونو کې لګېدلي دي.
په عین حال کې اسرائیلي پوځ ویلي، چې د هېواد په ډیرو برخو کې له خطر زنګ وهل شوى دى.
د رویټرز لخوا ترلاسه شوې ویډیو ښیي چې د اسراٸیلو په شمالي ښار ناهاریا کې یوه يو توغندى پر يوې ودانۍ لګېدلى دى.
د دغه راپور له مخې د حزب الله لخوا دغه بريد تېره اوونۍ د بېروت پر مرکز باندې د اسرائیلو د پرله پسې بريدونو په ځواب کې شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په لبنان کې د امنیتي سرچینو په وینا، اسراٸيلي پوځ په ټولنیزو شبکو کې خبرداری ورکړی چې دوی په پام کې لري د بېروت په جنوب کې د حزب الله تاسیسات په نښه کړي مخکې له دې چې د بلوک دوه ودانۍ ویجاړې کړي.
له اعلان وروسته اسراٸیلي پوځ ويلي چې په لبنان کې د قوماندې دوه مرکزونه چې «په قصدي توګه د ملکي ودانیو ترمنځ ځای پر ځای شوي» په نښه کړي دي.